افغانستان

راتلونکې اونۍ کابل کې د ټاپي پروژې د تخنیکي ټیمونو ګډه ناسته ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): افغانستان او ترکمنستان پرېکړه کړې چې راتلونکې اونۍ به د ټاپي پروژې تخنیکي ټیمونو ګډه ناسته په کابل کې ترسره کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې دا پرېکړه تیره ورځ د ترکمنستان هېواد پلازمینې عشق آباد کې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي او د کوربه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ پلاوي ترمنځ لیدنه کې شوې ده.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو، د ټاپي او ټاپ پروژو د ژر پیل، ترکمنستان ته د مرمر ډبرو، تازه او وچې میوې د صادراتو او په ځانګړې توګه د آقینې او تورغنډۍ د ریل پټلۍ د چارو د تکمیل او د بادي برېښنا برخه کې په پانګه اچونې خبرې او بحثونه وشول.

بلخي زیاتوي، دواړو لورو دغه راز هوکړه کړې چې له افغانستان څخه به د مرکزي او سویلي آسیا د ټرانزیټي لارې په توګه اخیستل کیږي، مایع ګاز، معدني، خوراکي او نور ټول سوداګریز توکي له همدې لارې ولیږدوي.

د افغان او ترکمن پلاوو ترمنځ دغه راز پرېکړه شوې چې راتلونکې اونۍ(۲۲ جنوري) به د ټاپي پروژې ګډ تخنیکي ټیم په کابل کې ناسته ترسره کوي او ورپسې به د ټاپي پروژې د برېښنا او د ریل پټلۍ د غځولو چارې د روان کال مارچ میاشت کې عملا پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د معلوماتو له مخې ترکمن چارواکو هوکړه کړې چې هغو افغان محصلینو ته به د مارچ میاشتې پیل کې اجازه ورکوي ترڅو په تدریجي توګه ترکمنستان ته بیرته ستانه شي کوم چې د کرونا وایروس د خپرېدو له ویرې په کابل کې بند پاتې وو.

ترکمنستان دغه راز ژمنه کړې چې د تیلو، ګازو، ریل پټلۍ او نورو تخنیکي برخو کې به افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ورکوي، ترڅو په تخنیکي توګه افغانستان په ځان بسیا شي.

افغان او ترکمن چارواکي په داسې مهال د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل ته لنډ مهلت ټاکي چې یاده پروژه د افغانستان او سیمې د امنیت او اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري چې یوازې افغانستان به ددې پروژې له ټرانزیت څخه په کال کې ۴۵۰ ملیونه ډالره عواید ولري او هم به زرګونو افغان کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx