نړۍ

دقاهري به جنوب کي وسلوال برید عیسایانو ته مرګ ژوبله واړوله

armed_men_killed_chreachian(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۲۹) قاهره: له قاهره څخه امنیتی چارواکوخبرورکړی دي چی نن سهارنامالومو وسلوالو پر هغه کوچني لاری موټرباندی ډزی وکړی چی دقاهري په سویل کی دمنیا وسیمي ته څیرمه یوه کلي کی سړک باندی روانه وه.

سرچیني وایی څلورعیسایان دیوه یهودي په شمول سهاروختی په یوه وروکي لاري موټرکی دابوقرقاص له ښارګوټي څخه دخپل کلی جریس په لوری پرلاره روان وو،

چي دنامالومو وسلوالو له لور چي کومه بله وړوکی لاري کی سواره له موټره راکوز شول اوپرعیسایانو یی ډزي وکړي چی دوه یی ځای پرځای ووژل شول اوڅلورنورسخت ژوبل شول.

خبرزیاته وی چي له ژوبل کسانو څخه دیوه حالت دانديښني وړدي اودیو بل ‍ژوبل کس په روغتون کی عملیات روان دي، ویل کیږي وژل شوی او ژوبل شوی کسان ټول دیوي کورني غړي دي اودبرید وجه تراوسه مالومه نده.

دیادولووړده چی څو اوني مخکی هم دقاهري په سویل کي یوعیسی کس په ډزو سره وژل شوی وو اویوبل ژوبل شوی وو.

ویل کیږی په سیمه کی دمصردپخوانی اولس مشر حسنی مبارک له واک له ګوښه  کیدو څخه وروسته په ښارونوکي دپولیسو نظام کمزوري دي اوتراوسه ددارنګه پیښو په اړه څوک ندی نیول شوی، له بله لوري عیني شاهدانوویلي دی، په کومه سیمه کی چي دارنګه پیښي رامنځ ته کیږي اکثره وګړي یی عیسی مذهبه دي، دکلي خلګ وایی دلته ټول خلګ یو له بل سره ښي اړیکی لري کلي  کی  دخپل منځني دښمنیوکومي نښي نښاني نه ښکاری چی ددارنګه پیښو لامل دی شي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x