افغانستان

کابل ښار کې بمي چاودنې یو ماشوم وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي وايي، د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه یو ماشوم وژل شوی دی.

دا پېښه نن له غرمې وړاندې د بګرامیو ولسوالۍ د شمشاد کوڅې ته څېرمه په یو دولتي رینجر موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین وايي، په چاودنه کې یو ماشوم «شهید» شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي؛ خو داچې چاودنه څرنګه او چا لخوا رامنځته شوې هغه څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx