افغانستان

د کندوز د مستوفیت عواید ۸۰ سلنه زیات شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): ځايي چارواکي وايي، د کندوز ولایت د مستوفیت عوایدو کې اتیا سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندوز ولایت مستوفي محمدنسیم مصطفی د معلوماتو له مخې په تیرو څلورو میاشتو کې ددې ولایت د کرنې، کانونو، عدلیې، ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو او نورو ادارو له لارې ۵۶۰ ملیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

ښاغلی مصطفی زیاتوي، د عوایدو په راټولولو کې شفافیت ددې لامل شوی چې د تیرکال همدې میاشتو په پرتله ددې ولایت عوایدو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني رژيم پرمهال د کندوز ولایت د مستوفیت عواید ډیر لږ او هغه هم تر ډیره د چارواکو شخصي جیبونو ته تلل؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره دغه عواید زیات شوي او د عوایدو مرکزي ادارې ته د یو منظم پلان له لارې لیږدول کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x