ورزش

د ټینس مشهور لوبغاړي خپله قضیه وبایلله او د استرالیا اوپن ټورنمنټ څخه بهر شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومی، ۱۴۰۰ل): په استرالیا کې د صربیا هېواد مشهور ټینس ستوري محکمه کې خپله دوهمه قضیه وبایلله او په راتلونکي ټورنمنټ کې له سیالیو بهر شو.

د ټینس نامتو ستوری چې د استرالیا اوپن ټورنمنټ اتلولي یې ۲۰ وارې ګټلې، استرالیا ته د خپلې اتلولۍ دفاع لپاره رسېدلی و خو د کرونا اړوند شرایطو نه پوره کولو یاد حکومت د هغه ویزه لغوه کړې وه.

میلبورن ښار ته د رسېدو سره سم د استرالیا د سرحداتو وزیر په توقیف کې د هغه د پاتې کېدو امر ورکړی و، خو وروسته یې په محکمه کې لومړۍ قضیه وګټله او د لوبېدو جوګه ورګرځېد چې د راتلونکي ټورنمنټ په موخه یې تمرینات هم پېل کړل.

خو څو ورځې وروسته یو ځل بیا د سرحداتو وزیر د هغه ویزه په دې دلیل لغوه کړه چې نوموړي ته اجازه ورکول به د خلکو لپاره د کرونا اصولو منلو او ښه نظم لپاره خطر رامنځته کړي، او ممکن په استرالیا کې خلک د واکسین نه تطبیقولو ته وهڅوي.

۳۴ کلن نوواک جوکوویچ د کرونا واکسین نه دي ترلاسه کړي، او په تېره نږدې کې په کووید-۱۹ ناروغۍ هم اخته شوی دی، نوموړي د استرالیا حکومت ته یادې ناروغۍ استثنایي اسناد وړاندې کړي چې د شرایطو سره سم ونه منل شول.

یاد لوبغاړي د محکمې د دوهمې قضیې په اړه ناخوښي څرګنده کړې او زیاته کړې چې «ډیر مایوسه شوی دی» چې په راتلونکي ټورنمنټ کې نه لوبیږي او د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

په دې تړاو د محکمې قاضي چې پریکړه یې کړې ویلي، په دې اساس نوواک جوکویچ ته د لوبېدو اجازه نه ورکول کیږي چې ممکن د استرالیا خلک د واکسین نه کولو ته وهڅوي او دا د واکسین ضد لاریونونو ته لار هواروي.

د یادونې ده چې صربیاوي لوبغاړي ۲۰ ځل د استرالیا اوپن ټینس ټورنمنټ اتلولي خپله کړې، خو د واکسین نه کول او د استثنایي حالت کافي اسناد نه درلودل هغه د راتلونکي ټورنمنټ څخه بهر کړ.

ټاکل شوې وه نوواک جوکوویچ راتلونکي دوشنبه په یاد ټورنمنټ کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي، هغه تېره ورځ په ډرا کې رسما شامل شوی و.

د ټینس ځینو لوبغاړو هم د محکمې یاده پریکړه غندلې ده. کاناډایي ټینس لوبغاړي ویسیک پاسپیسل زیاته کړې، «که ټینس ستوري ته استثنایي اجازه نه وای ورکړل شوې هغه استرالیا ته سفر نه خوښوه، هغه دغه ټورنمنټ پریښوده او له خپلې کورنۍ سره یې وخت تېرول غوره ګڼل، او هیچا به په دې اړه هیڅ خبره نه کوله.

بل لوري ته د نوموړي مینوال هم د محکمې قضیه بې انصافه بولي، او وایي چې «محکمې د یو غوره ورزشکار او د هغه مسلک او زموږ ټولو لپاره چې ټینس خوښوي له منځه یوړ».

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x