پاکستان له افغانستانه مولوي فضل الله غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۳ل): پاکستان له افغانستانه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان مشر مولوي فضل الله دې دوی ته وسپاري.

که څه هم د مولوي فضل الله په اړه دقیق مالومات نشته خو پاکستان ادعا کوي چې مولوي فضل الله د افغانستان په کونړ ولایت کې دی. د دوی په وینا په وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د پیلېدو وروسته زیات شمېر پاکستاني طالبان د افغانستان کونړ، نورستان او پکتیکا ولایتونو ته اوښتي.

پاکستان همدا راز وايي چې پاکستاني طالبانو په دغو ولایتونو کې نظامي مرکزونه جوړ کړي دي.

د بهرنیو چارو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز ویلي چې دوی د افغان حکومت سره د مولوي فضل الله د ورسپارلو په اړه یو ځل بیا خبرې اترې کوي.

سرتاج عزیز زیاته کړې چې د افغانستان له لوري په پاکستان بریدونه مهمه ستونزه ده او په دې اړه دوی د افغان چارواکو سره په اړیکه کې دي.

افغان چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د کونړ ولایت په دانګام او مروروه ولسوالیو باندې ۶۳ مزایل ویشتلي دي.
د افغانستان حکومت ۳ ورځې وړاندې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې بریدونه بند کړي کنه دوی به په ورته حملو ځواب ورکړي.

افغان حکومت او پاکستان دواړه ادعا کوي چې د پولې هاخوا پر دوی بریدونه کیږي.

پاکستان څو ورځې دمخه ویلي و چې په قبایلي سیمه باجوړ کې څو تنو وسلوالو د دوی په ځواکونو برید وکړ چې په ترڅ کې يې څو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. د دوی په وینا بریدکوونکي له افغانستانه را اوښتي وه.

سرتاج عزیز ګواښ کړی چې پاکستان د خپلو سرحدونو ساتنه کولای شي او د پولي هاخوا څخه کیدونکي بریدونو پوره ځواب ورکوو.

تر دې وړاندې د افغان حکومت یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي و چې پاکستان پر افغانستان د برید ګواښ کړی دی.

د نوموړي په وینا پاکستان له افغانستانه غوښتي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد دې په پوځي عملیاتو کې د دوی مرسته وکړي.

د سرتاج عزیز د وینا په اړه تر دې مهاله افغان حکومت څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د