افغانستان

افغان معلولینو له نړیوالو وغوښتل ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): یو شمېر معلولینو نن د یکشنبې په ورځ د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د یو لاریون پرمهال د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه وکړه.

دغو لاریونوالو چې د معلولینو ترڅنګ عامو خلکو هم په کې ګډون کړی وو، له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د اسلامي امارت د چارواکو په اختیار کې ورکولو سره افغانستان له روان ناورین څخه وباسي.

لاریونوالو ټینګار کولو چې د افغانستان اسلامي امارت د افغان ولس لپاره د قناعت وړ مشروع حکومت دی او نړیوال یې باید په رسمیت وپېژني.

د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو سربیره معلولینو له کورنیو او بهرنیو خیره ټولنو او مؤسسو څخه د مرستې غوښتنه هم وکړه، ترڅو په روان ژمي کې ددوی ستونزو ته لاسرسی وشي.

د لغمان ولایت معلولین په داسې مهال له امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کوي، چې تردې وړاندې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې او آن د امریکا متحدو ایالتونو په پلازمینه واشنګټن ډي سي هم کې افغانانو د امریکا له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه ورته غوښتنې کړي؛ خو لاهم یادو جهتونو د افغان ولس دغو غوښتنو باندې غوږونه کاڼه کړي او هیڅ مثبت ځواب یې نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x