نظــر

ولې له کلتوري او عقیدوي مسایلو سره د میرمنو حساسیت؟!

خالق یار احمدزی

له څو ورځو راهیسې په کابل ښار کې د ښځو لخوا کوچني لاریونونه او اعتراضي خوځښتونه پیل شوي، چې بالاخره نن د «۱۴۰۰جدي ۲۶مه » نېټه باندې یې یوې ډلې، دودیزې برقع /چادري ته د سپکاوي هڅه وکړه او په عام ډګر یې دا جامه توهین کړه.

دا چې دا خوځښتونه له کوم ځایه سرچینه اخلي، ولې او موخې یې څه دي؛ په هکله یې لاندې څو کرښې لیکو.

ټولو ته څرګنده ده چې افغانان له کلتوري، عنعنوي او عقیدوي جوړښتونو د ترکیب شوې ټولنې نوم دی، نو پر همدې اساس یې له پیله بیا تر اوسه، هر اشغالګر ته په کلتوري او عقیدوي مسائلو کې ګوتو وهلو ته توند ځواب ورکړی او هیڅ نړیوال ځواک ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې خپلې غوښتنې په تحمیلي توګه پر افغانانو وتپي.

هوکې؛ همدا لامل وه، چې غرب په افغانستان کې، د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د دیموکراسۍ د ترویج لپاره د بېلابېلو نورمونو او کړنلارو څخه کار واخیست او د پلورل شویو رسنیو، مرموزو اینجوګانو او ډلو ټپلو جوړولو له لارې یې د میرمنو د آزادۍ لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې ترسره کړې.

دا چې اوس د یوه اسلامي نظام د جوړیدو خاکه تیاره او مسؤلینو یې د یوه سوچه اسلامي نظام جوړیدو ته مټې را نغښتي؛ نو غرب او غربګرایان هڅه کوي، څو په هر قیمت چې وي، د نیمه مایه نیولې دیموکراسي په برخه کې یې خوارۍ په اوبو یو نه وړل شي او همدا ټکی دوی په تېرو کلونو کې د “شل کلنو لاسته راوړنو» په نوم؛ په ټینګار سره یاداوه.

ولې او د څه لپاره؟
افغانان له مختلفو نیرنګونو سره مخ شول او د نړۍ په کچه یې لویې قربانۍ ورکړې، خو نه له خپل دین نه ور تیر شول، نه یې خپل کلتور پر چا وپلوره او نه یې هم پر خپل ناموس سودا وکړه.
خو لویدیځوالو بیا چې دومره لوی یرغل د دومره اوږدې مودې لپاره تر سره کړ، یواځنی هدف یې پر افغانانو د خپلو دیموکراتیکو ارزښتونو تپل وه؛نور نه د نړیوال امنیت د خوندیتابه غم ورغلی وه، نه یې جیوپولیټیکي موخې دومره ژورې وې او نه یې هم د افغانستان ارضي شتمنیو ته سترګې پټې وې.
ځکه که یادې موخې یې درلودای، نو په سیمه ییزه کچه یې رقیب هیوادونه تر پخوا بیاوړي شوي او افغانستان کې د امریکا لپاره نظامي تم کیدل، په ګټه تمامیدل؛ دغه راز یې که د نړیوال امنیت د خوندیتابه غم وای، نو نن یې طالبانو ته د ۸۳میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې همداسې نه پریښودې او که یې د افغانستان ارضي زېرمو کې سترګې نغښتې وای،نو افغانستان لا هم تر دوه تریلیون ډالرو نه زیاتې خوندي زیرمې لري.

نو ولې ولاړل؟
امریکا او متحدین یې له شل کلنو هڅو وروسته، وپوهېدل چې افغانستان کې یې نظامي او فکري جګړه نور د بریا تر حدودو نه شي رسیدای؛ ځکه د افغانانو فکر او فرهنګ نه بدلیدونکې ایډیا وه.
نو یې په وتلو او تر وتلو وروسته یې په اقتصادي جګړې لاس پورې کړ، څو په دې توګه که وکړای شي، خپلې غوښتنې پر نوي نظام ومني.

موخې څه دي؟
تاسو ته به یاد وي چې فلسطینینان له تیرو څو لسیزو راهیسې په اورونو کې سوځي؛ که څه هم ځانونه ورته مستقل ښکاري خو په هر لحاظ د کفري اشغالګرو تر بشپړ نیواک لاندې دي؛ په عامه کچه یې خلکو کې لویدیځ کلتور رایج او آزادي یې یواځې تر جوماتونو محدوده او بس.
همدا لامل دی چې د اسلامي اساساتو نه پلې کیدا یې د پرمختګ، یووالي او قوت پر وړاندې لوی خنډ دی.

امریکا همدا غواړي، څو مسلمان هیوادونه لومړی په فکري او کلتوري توګه خپل کړي، وروسته یې اشغال او عدم اشغال ورته مساوي ښکاري؛ ځکه په دې توګه یې وګړي او حکومتونه بې رسۍ تړلي وي او خپل فرمایشات پرې په آساني منلای شي؛ ترڅنګ یې د خدای ج له اوامرو سرغړونکې ټولنې، طبعا د پرمختګ له نشت سره مخ وي.

اسلامي امارت چې د بشپړ اسلامي نظام د قیام خبرې کوي او د یوه متحد افغانستان د جوړیدو تکل یې کړی، تر هغو دې ارمان ته نه شي رسیدای، څو یې په فکري، فرهنګي او اقتصادي برخې په ګډون، په هر اړخیزه توګه استقلال نه وي تر لاسه کړی.

لازمه ده چې تر نظامي خپلواکۍ وروسته باید په فکري برخه کې هم آزاد واوسو او په دې برخه کې باید یواځې هغو معیارونو ته ژمن پاتې شو، چې زمونږ عقیدوي اساسات یې ټاکي.

ویلی شو چې همدلته هم څو تنه میرمنې له بهر څخه د مختلفو موخو لپاره سپانسر کیږي، څو له خپل ښځمنتوب نه د اسلامي نظام د نفاذ پرضد پارونو ته لمن ووهي او ترڅنګ یې خپلې ناوړه غریزې اشباع کړي.

نو؛
باید د هغو پروژه یي میرمنو، چې تر پرونه د غرب په اوبو خړوبیدلې، باید اذهان یې تنویر شي او ترزیق شویو مفکورو څخه د اړولو لپاره یې پراخ پروګرامونه پیل شي.

د وړ او په کارپوهو میرمنو له وړتیاوو باید کار واخیستل شي او د ټولو حقه حقوق ور پرځای شي؛ په دې برخه کې د میرمنو د کار او تعلیم برخه چې یو له مهمو شاخصونو بلل کیږي، د کلتوري او مذهبي جوړښتونو په رڼا کې مخته یو وړل شي او د ښه او وړ میکانیزم په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته شي.

میرمنې دې هم له دې سوژې څخه چې ګواکې اسلامي امارت پرې د کلتوري مسایلو له امله ګوزار نه شي کولای؛ ناوړه استفاده ونه کړي؛ ځکه د نظام پرضد د ټولنې د هر قشر نامشروع پاڅون، بغاوت شمیرل کیږي، چې بیا به یې بیه همدا میرمنې او تمویلګرې کړۍ پرې کوي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

کومې ښځې چي د اسلامي او افغاني کلتور په ضد مظاهرې کاندى بى کلتوره او د اسلام مقدس دين ځنې ناخبره او د شيطان په لاره روانې دى. د دوى د ازادۍ نه مطلب جنسي ازادي او غير اخلاقي ټولنې ته بلنه ده. دوي د ګوتو په شمار څو ښځې دي کوم چې د نورو کفري هيوادونو په ډول ګډيږي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx