ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت (۲۳) برخه

سردار ناطق الحق (امین)

په تېرو برخو کې خو مو د شمسي منظومې په هکله معلومات ولوستل؛ چې فقط ځینې لویې سیارې (هغه هم په مختصره توګه) پکې تشرېح شوې وې، نو اوس د وړو سیارو له بحث څخه یومخ تیریږو او راځو د کیهان، کهکشان، د ستوریو تر منځ صفري نکاتو او د ځینو نورو فضائي عجائبو په هکله د خپلې (پوهې او اخذ په اندازه) معلومات درسره شریکوو ان شاءالله.

کیهان او کهکشان:
کیهان ټول جهان ته ویل کیږي (یعنې ټولې هستۍ ته) او کهکشان بیا د میلیاردونو او تریلیونونو ستوریو واحدې مجموعې ته وایي.
که څه هم چې ځینې سائنسپوهان وایي: جهان او کیهان سره بېل دي ، خو موږ بیا دواړه یو بولو.
په کیهان کې تر اوسه ټولټال لس تریلیونه کهکشانونه اټکل شوي، چې په هر یوه کې بیا په لسګونو تریلیونه سیارې او ستوري موجود دي.
رابه شو او لومړی به له خپل کهکشان څخه بحث پیل کړو!

تاسو خپل کهکشان پېژنئ؟ یعنې همدغه چې موږ ژوند پکې کوو! تاسو به نو وایاست چې موږ خو په ځمکه کې ژوند کوو.
هو! موږ په ځمکه کې ژوند کوو، خو ځمکه (د یوې سیارې په توګه) په شمسي منظومه کې ځای پر ځای شوې او شمسي منظومه چې چېرې اوسیږي؛ همغه زموږ کهکشان دی.
زموږ د کهکشان یوه لیکه د شپې لخوا د آسمان لوري ته واضحه معلومیږي هم ! یعنې همغه ګردجنه لاره زموږ د کهکشان لیکه ده: کومه چې د ورېځې په توګه ښکاري او یا په دریاب کې د هغې کښتۍ د سیر کرښې ته ورته ده، چې په تېزۍ کې روانه وي او د شا لخوا یې نښه پر اوبو ښکاره شي.

ځینې خلک یې د موسی (علیه السلام) ځینې د عیسی (علیه السلام) او ځینې نور یې بیا د حضرت محمد رسول الله (صلی الله علیه و آله و سلم) لاره هم بولي.

خو ډېری خلک بیا د شیدو لاره ورته وایي او دغه نوم یې تر ټولو زیات تاریخي قدامت هم لري؛ دا نوم ځکه ورته کارېدلی: چې ریښتیا هم له هغې لارې سره شباهت لري؛ پر کومه چې د تګ په وخت کې له ستل څخه شیدې تویې شي.
په هر صورت! همدغه زموږ کهکشان دی چې حدوداً سل تریلیونه (۱۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰) ستوري پکې راټول شوي.

که موږ د اټکل له مخې همدغه شمېر معیار وټاکو او فرض کړو! چې په هر کهکشان کې همدومره ستوري دي؛ نو د ټولو ستوریو شمېر به یو سپتیلیون راشي! ځکه چې په جهان کې تر اوسه لس تریلیونه کهکشانونه اټکل شوي دي، نو لس تریلیونه ضرب د سلو تریلیونو، مساوي کیږي په یو سپتیلیون سره ؛ یعنې یو عدد او څلرویشت صفرونه (۱۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰) خو بیا هم زه په زغرده وایم چې: د کائناتو شمېر د انسان له وس څخه تېر دی! بلکې دا ټولې شمېرنې اټکلي او قیاسي دي.

په هر حال! کهکشانونه معمولاً ګیردآب او ګیردباد ته ورته وي؛ چې په منځ کې یې وېروونکې عمودي نلکۍ تاویږي او شاوخوا یې د ستوریو کاروانونه سفرونه او منظرې ورته کوي.

زموږ د کهکشان وُسعت:
په فضا کې ډېر وخت د اندازې اخیستلو لپاره د نوري کال واحد کاریږي، ځکه چې فاصلې بیخي زیاتې دي او پر متر، کیلومتر، هیکتو- متر باندې کار نه کیږي، نو راځئ چې موږ او تاسو هم دا د نوري کال واحد وپېژنو.

نوري کال:
نور خو ثابت دی! چې په یوه ثانیه کې دری لکه کیلومتره سفر کوي، نو په دغه اساس له لمر څخه تر موږ پورې په آتو دقیقو او دریدېرشو (۸/۳۳) ثانیو کې را رسیږي؛ یعنې زموږ او لمر تر منځ (چې یو سل پنځوس میلیونه کیلومتره فاصله ده) دا په (۸/۳۳) دقیقو او ثانیو کې طی کوي.
اوس نو فکر ورته وکړئ چې سم پوه شئ.
ګورئ! په یوه کال کې چې نور هر څومره کیلومتره مزل وکړ؛ دا یو نوري کال (یا یو نوري واحد) بلل کیږي.

یعنې یو نوري کال نهه زره څلور سوه شپېته میلیونه (۹۴۶۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره حساب شوی دی.
لس نوري کاله: یعنې څلور نیوي میلیارده او شپږ سوه میلیونه (۹۴۶۰۰،۰۰۰،۰۰۰) کیلومتره لیرې یو ستوری وجود لري، چې د (اپسیلون اردانیا) په نوم یادیږي او دا ستوری زموږ په کهکشان کې دی.
نه نه! داسې نه کیږي! سم ځیر شئ ګورئ چې سم پوه هم شئ!
زموږ د کهکشان ضخامت، یا ډبلوالی؛ زر (۱۰۰۰) نوري کاله دی: یعنې نهه زره څلور سوه شپېته میلیارده (۹۴۶۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰) کیلومتره او عرض یې دوه لکه (۲۰۰،۰۰۰) نوري کاله اټکل شوی ! یعنې آتلس لکه نولس زره میلیارده (۱۸۱۹۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰) کیلومتره، یا په بل عبارت: یو کادریلیون، آته سوه، نولس تریلیونه کیلومتره او یا داسې: آتلس سوه نولس تریلیونه کیلو متره.

د دغه بحث خلاصه داسې شوه : که د یوه شي سرعت د نور په توګه تېز وي (چې په یوه دقیقه کې [۱۸۰،۰۰۰۰۰] یو سل اتیا لکه کیلومتره مزل وکړي) بیا به هم دوه لکه کاله وروسته زموږ د کهکشان له یو سر څخه بل ته رسیږي.

اوس پوه شوئ چې کائنات څومره وُسعت لري؟ نه! داسې نه کیږي!!! ګورئ! موږ وویل چې تخمیناً لس تریلیونه کهکشانونه په کیهان کې وجود لري؛ نو چې هر کهکشان دوه لکه نوري کاله عرض او زر نوري کاله ضخامت ولري بیا ټولټال لس تریلیونه کهکشانونه وي نو وسعت څومره شو؟

د کهکشانونه تر منځ هایدوروجني ګازات د ټولو سیارو په سلو کې آته نیوي (۹۸%) دي ! یعنې یوازې دوه په سلو (۲%) کې ستوري او نور ټول ګازات دي دي!
سم فکر پکې وکړئ! د الله قدرت دومره وړوکی مه بولئ، لکه دا په سترګو یې چې وینئ ! یعنې یوه مجمه د لمر کتله، یو قاب سپوږمۍ او دا له پاسه نسکوره تکه شنه کاسه او په منځ کې یې د ستوریو رڼې ګلمېخۍ.
نه نه! داسې نه ده! زموږ د خالق د قدرت تصور زموږ په حافظه کې نه ځاییږي او نه زموږ خیال د سیر وس پکې لري! نو ووایاست چې: سبحان الله! خالق مو څومره لوی قدرت دی!!!

نور په بله برخه کې… ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x