
کابل په امن دی جګړې پر کندهار ورکې دي
مشهود
چاپې خاموشه دي چورلکې د بمبار ورکې دي
کابل په امن دی جګړې پر کندهار ورکې دي
زخمي هلمند، ټپې روزګان، ژوبل زابله زیری
هیواد کې سرې خوني لښکرې د اغیار ورکې دي
غزني، وردګ، لوګر، پکتیا او پکتیکا کې ولس
امن ژوندون کړي بدمرغۍ د استعمار ورکې دي
د دنګو ښکلو نازولو شازلمو جنازې
پر ښکلي خوست، لغمان او ښکلي ننګرهار ورکې دي
د یرغلګرو د یرغل سختې وحشي انګازې
پر غور، بامیان، دایکندي، بلخ او تخار ورکې دي
کندز، بغلان، فراه، نمیرزو او سمنګان ازاد سول
له خوږو زړونو نه یې څیړیکې د پرهار ورکې دي
د کاپیسا، پنجشېر، پروان او د بادغیس پر ولس
نور سهار سوی دی شېبې د انتظار ورکې دي
د بلها ښکلي نورستان او کونړ دنګه ښکلا
بیا را څرګنده سوه لمبې یې له رخسار ورکې دي
د سرپل، جوزجان، فاریاب ښکلو ځوانانو راځئ
نور په هیواد کې امن ځالې د ښامار ورکې دي
له بدخشان څخه مشهوده تر هراته پورې
مزې د هر خون خوار د مرګ د کار وبار ورکې دي