
شعـــــرونه
څه جالبې خاطرې راځي تیریږي/ ملنګ
دانش ملنګ
کال تر بله مو د ژوند شمعه تتیږي
څه جالبې خاطرې راځي تیریږي
د پرون ارمان کړو نن د نن سبا ته
تېره ورځ بېرته نو کله راستنیږي
زړګی غواړي چې تمام عمر ځواني وای
څه بې وخته دنګ نښتر زلمي زړیږي
ددې حـرَث علاج نشته دی انسانه
په ځواني او ژوندون کله څوک مړیږي
د دنیا وجود د ونې په مثال دی
انسانان ترې لکه پاڼې را غورځیږي
نن به مرم او که سبا چېرته به ومرم
هر انسان دې د غم کړیکې ته ځوریږي
خدایه شکر انسانان یو مؤمنان یو
ددې شکر حق بالکل نه اداء کیږي
رنګ دې ژېړ پاڼه دې وچه شوه دانشه
ارمانونه دې عقبیٰ ته پاتې کیږي
دانش ملنګ