ادبي لیکني

د لينن انځور «خاطره»

اسامه خليل

د تره کي د حکومت وختونه وو، د کمونېزم کفري نظریې د هېواد په هر کلي او هره دره کې پلویان پیدا کړي وو، څوک فکري کمونستان وو او څوک د ګټې لپاره کمونستان شوي وو. زموږ سیمه چې ډېری خلک یې له کمونيزم متاثر وو د کوچني مسکو په نوم یادېده.

د کلي ښوونځي کې به هره جمعه د رقص او اتڼ محفل و، موږ به د ماښام تر خړې د دوی سیل کاوه او چې تیارې به په کلي وزرې خورې کړې کور ته به راستانه شوو.

هر سهار به د ښوونځي پیل په ډول وهلو سره کېده، هلکانو چې سور رنګ یخن کاکونه یې پر تن وو تعلیم به یې کاوه، شبیر چې د زموچ وو ډېر ژر به احساساتي کېده کله به یې په لوړ آواز نعرې کړې.

قلمه سور شه قلمه سور شه یو عنوان ولیکه
څوک چې وطن خرڅوي نوم یې اخوان ولیکه
نوی ګل نوې ګیاه وینمه
د اخوان ژامه په کړپېدا وینمه

هلکانو به نعرې کړې ژوندی دې وي کمونست نظام، خو دوی نه پوهېدل چې د یو کفري نظام د بقاء لپاره نعرې وهي، کله ناکله به ښوونځی په بېړنۍ توګه رخصت کړل شو، اوازې به خپرې شوې چې ګنې د سپینکي د غره سره اشرار لیدل شوي، کلي کې به وحشت او وېره خپره شوه، نر به هغه و چې ځان صحیح سلامت تر کوره ورسوي. کلیوال هغه مهال ډېر په وېره کې شول چې اشرارو د ښوونځي یو کمونست ښوونکی سنګسار کړ.

دا وخت هغه خلک چې د عقیدې او وطن د دفاع لپاره جنګېدل، د اشرارو او اخوان په نوم پېژندل کېدل خو هغوی چې د وخت فرعون لینن به یې د یو قهرمان په توګه یاداوه او د داروین کفري نظریه به یې په واز کومي خلکو ته ورپېژندله، د وطن د ساتونکو په توګه پېژندل کېدل. حکومت پر کلیوالو وسله ووېشله تر څو د اشرارو پر وړاندې وجنګیږي خو څه موده وروسته یې له دې وېرې چې وسله به اشرارو ته په لاس ورشي وېشل شوې وسله یې راټوله کړه.

زموږ د کلي ملا یو ځوانکی و، چې ږیره یې تازه راغلې وه خو څه ناڅه د کمونستانو په فکري انحراف پوهېده.
یوه ورځ چې ملا صاحب جومات ته په لاره و؛ زموږ د کلي د حضرت دین اکا له زوی صبور سره یې د لینن عکس لیدلی و، هلک ته یې څو تېزې خبرې وکړې چې دا د کافر عکس څه کوې ایسته یې ګذار کړه.

صبور خپل پلار په کیسه خبر کړ، مازدیګر مهال حضرت دین اکا د جومات پر دروازه راښکاره شو، له غوسې سور او شین کېدۀ، د کنځا پر مهال یې له خولې لاړې هم بادېدې، د دۀ شورماشور شاوخوا خلک او ماشومان د جومات تر انګړه راکش کړل. حضرت دین اکا پرته له دې چې بوټونه وباسي جومات ته ننوت، ځوان ملا ته یې سپغې سپورې پیل کړې چې ولې یې د لینن د عکس سپکاوی کړی او په بد نامه یې یاد کړی دی، خبره له لفظي شخړې تر فزیکي شخړې ورسېده.

دوه درې کلیوالو حضرت دین اکا د ملا صاحب له وهلو ایسار کړ، ملا صاحب په محراب کې زبون وهلی ولاړ و، کلیوالو حضرت دین منع کاوه خو هغه زورونه وهل دا وخت نو ملا صاحب هم د وضعیت سره مقابلې ته چمتو شوی و، یو چاقو یې له جېب راووېست چیغې یې کړې راپرېږدئ راپرېږدئ دا کافر راپرېږدئ چې ځان پرې غازي کړم خو کلیوالو حضرت دین لاس نیولی له جومات ووېست.

په کلي کې د ماښام خړه خوره وه، د جومات مخې ته ګڼه او ګوڼه کمه شوې وه، ځوان ملا چې نور په کلي او جومات کې ځای نه و ورپاتې له جومات راووت په انګړ کې پښه نیولی شو په اوښلنو سترګو او ډک زړه یې د وروستي ځل لپاره جومات ته وکتل، هغه جومات چې هر سهار یې د کلي ماشومانو ته درس پکې ویلو اوس له ده پردی شوی وو شاوخوا هر څه ورته ناآشنا ښکاره شول هغه کلیوال چې پرون یې په زړونو کې د دین د عالمانو مینې څپې وهلې نن یې په زړونو کې د لینن مینه راټوکېدلې وه دا مهال یې هغه وخت نېغ سترګو ته ودرېده چې په کلي کې به څو راغلو ښاري خلکو کلیوالو ته د لینن او داروین نظریات او افکار توضیح کول، افسوس یې وکړ ځان سره یې وویل که مې هغه وخت کلیوال د آیتونو په رڼا کې په دې کفري نظریې پوه کړي وای نن به خپل جومات راته پردی نه و او نه به هم یو کلیوال د لینن عکس د سپکاوي په خاطر ښکنځلم سوړ اسوېلی یې وکیښ خو دا وخت اوبه له ورخه تېرې وې، ځوان بېنوا ملا څادر په اوږه کړ او په کوم لوري ووت.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

سخت چټیاټ او افراطي دروغ دې لیکلي. ضد او نقیضې خبرې دې لیکلي. اړتیا یې څه ده؟ ته یو ځل خلک په خېټه ماړه کړه بیا دا ډول چټیاټ لیکه، خدای دې خوار کړه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x