ټکنالوژي

ایپل ممکن راتلونکي پسرلي کې خپل ارزانه موبایل وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۴۰۰ل): یو شمېر راپورونه وایي چې ایپل شرکت په پام کې لري ډیر ژر خپل ارزانه موبایل نړۍ ته وړاندې کړي.

د بلومبرګ په یوه راپور کې ویل شوي چې ایپل شرکت به د اټکل له مخې د ایفون ارزانه د دریم نسل موبایل په راتلونکي پسرلي کې وړاندې کړي.

دغه موبایل به په یوه مجازي نندارتون کې معرفي شي چې تر ډیره به یې ډیزاین د ایفون ۸ ته ورته وي. ایپل له دې وړاندې هم خپل ارازانه موبایلونه وړاندې کړي دي چې ډیزاینونه یې ایفون ۸ ته ورته دي خو د اوسني موبایلونو سیستم به چټک، پياوړی او تازه وي.

دغه موبایل (ایفون ایس اي ۳ – IPhone SE 3) دی چې پر فایف جي ټکنالوژي به سمبال وي، او پراسیسر به یې د ایفون ۱۳ (Bionic A15) ورکړل شي.

په یاد راپور کې افشا شوي معلومات ښيي چې د فایف جي ټکنالوژي اضافه کولو لپاره به ایپل په دغه موبایل کې د بیترۍ ژوند هم زیات کړي، ځکه دغه شبکه د بیترۍ پياوړتیا ژر له منځه وړي.

back of iphone 8 stacked against books

د اټکل له مخې به د ایفون ایس اي ۳ سکرین نسبتا کوچنی یا ایفون ۸ ته یا ایفون ایکس آر ورته وي، بیزل به یې هم څرګند وي خو فنګر پرنټ یا د ګوتې کولپ به یې پر منځنۍ تڼۍ نصب شوی وي او د سترګو آیډي به هم ولري.

دغه موبایل به کوچنی وي خو د ایفون ۱۳ په څېر به پیاوړی وي او ممکن د کامرې سیستم یې هم ایفون ۸ ته ورته وي. خو باید په یاد ولرو چې تر دې دمه د ایپل شرکت یاد معلومات نه دي روښانه کړي.

د ایفون ایس اي تېر ماډل اوسنۍ بیه ۳۹۹ ډالره ده، چې ممکن د راتلونکي ارزانه موبایل بیه یې نسبتا زیاته وي، چې لامل به یې یو شمېر اضافي ځانګړتیاوې ګڼل کیږي.

camera on iphone se 2020

که ددې نسخې تېر ۲۰۲۰م کال موبایل ته وکتل شي د ۶۴، او ۱۲۸ جي بي حافظه لري، په داسې حال کې چې ریم یې ۳ جي بي، د شا کامره یې ۱۲ او سیلفي کامره یې ۷ مېګا پېکسله ده.

داسې اټکل کیږي چې د راتلونکي ارزانه موبایل به ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظه ولري او د موبایل سیستم ته په کتلو به ۳ یا ۴ جي بي ریم ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x