افغانستان

ماليې وزارت: افغان مسلکي او تخصصي کدرونه په کافي اندازه شته؛ بل چاته اړتیا نه لرو

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۲۷ مرغومی، ۱۴۰۰ل):  د ماليې وزارت وايي چې دغه وزارت په ټولو اړوندو برخو کې په کافي اندازه مسلکي او تخصصي کدرونه لري او له هیواد څخه بهر مسلکي او تخصصي کسانو ته اړتیا نه لري.

د ماليې وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي دي چې دوی په دغه وزارت کې سلګونه مسلکي، تخصصي کدرونه او پرسونل په ریزرف کې لري.

یاد وزارت زیاته کړې چې حاضره له هيڅ هیواد څخه د مسلکي او تخصصي پرسونل را استولو ته هیڅ راز اړتیا نه لیدل کېږي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی نو دوی به له دغه هېواد سره د مرستې لپاره په بېلو برخو کې خپل کسان استوي.

د عمران خان دغه څرګندونو د افغانانو غوسه راپارولې وه.

افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې افغانستان په کافي اندازه مسلکي کادرونه لري او د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

که تاسوخپل ملى قدرونه منلاى نومواول دحکومت دجوړولو دپاره د(ISI)نماينده ګان ولى راغوښتل درواغجنو هغه ددوحى تعهد نامه ټول شموله حکومت به موعملى کړى واى حاجت ته لاد پاکستان بى اجازى نه ځۍ وطن پروشانوبيننګوبى سوادو دا حمدشاه باباملک مى وشرماوۍ څوک چه عقل او تعليم لرى تاسوپيژنى ـ عبدالوحداڅګزۍ

طوطی

عواید چی ۵۰٪ زیاد شوی دی څخه دا جوته کیږی چی کدرونه موجود دی او ضرورت نشته چی له بهر څخه د نورو بیکاره کسان ومنو. شکر الحمدالله دی مورد کی هر څه لرو په زرګونو مسلکی کسان مو بیکاره دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x