نړۍ

پنټاګون: په کابل کې په څوارلس کاله کې تر ټولو لوړپوړی افسر ووژل شو

نن ټکی اسیا(چهار شنبه، زمري ۱۵مه، ‍۱۳۹۳): د امریکا د دفاع وزارت چارواکو منلې ده چې د کابل په پروني برید کې یو لوړپوړی امریکايي جنرال وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جون کريې ویلي دي چې د کابل لویدیځ لورته د افغان عسکرو په یو روزنځي کې د دوی له ۲۰۰۱ز کال راهيسې په څوارلس کاله کې تر ټولو لوړپوړی افسر وژل شوی دی.

ویل کېږي چې تورن جنرال هارولډ ګرین له دوه زره لومړي کال راهیسې په افغانستان کې تر ټولو لوړپوړی پوځي افسر و چې د افغان عسکرو په ډزو ووژل شو.

که څه هم د امریکا دفاع وزارت ویاند نن په ویرجینیا کې په یوه خبري ناسته کې د وژل شوي جنرال هویت په ډاګه کړ، خو تر دې وړاندې ځینو لوړپوړو امریکايي چارواکو اسوشیټیډ پریس اژانس ته په ډاګه کړې وه چې نوموړی جنرال د افغان عسکرو د روزنې د کمیسیون مرستیال و او پرون دې روزنځي ته د لیدو په موخه ورغلی و.

د پنټاګون په قول په جنرال هارولډ ګرین باندې برید کوونکی افغان عسکر و چې د ملي اردو یونیفورم يې په غاړه وو.

همدا رنګه د امریکا دفاع وزارت منلې ده چې په دې برید کې چې تېر غرمه وشو، پنځلس نور بهرني عسکر ټپیان دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت دغه برید یو تراژېدې بللې ده او په خپله خپره کړې اعلاميه کې يې برید کلک غندلی دی.

همدارنګه ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی او دا یوه ستره فاجعه ګڼلې ده، نوموړي د ټپیانو او وژل شویو له کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼلی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش به هم پخپله اعلامیه کې په دې برید خواشيني ښکاره کړې ده.

په یاد برید کې چې پرون د کابل لویدیځ لوري ته د قرغې په سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه روزنځي کې ترسره شو، د یو افغان عسکر له لوري څلور بهرنیان مړه او پنځلس نور ټپیان شول.

په ورته وخت کې د پکتیا په ولایت مقام کې د يو پولیس په ډزو کې ګڼو بهرنیانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

په یادو دواړو پېښو کې داوړه بریدکوونکي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x