افغانستان

ارزښتونه وژغورئ؛ د خواله رسنيو فعالانو د حجاب په ملاتړ کمپاين پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغې چې تېره ورځ په کابل کې ځينو مغرضو ميرمنو د حجاب او چادرۍ په خلاف لاريون وکړ او د چادرۍ توهين يې وکړ، د خواله رسنيو فعالانو ددې عمل په غبرګون کې د يو ټوېټري هشټاګ له لارې د حجاب په ملاتړ کمپاين پيل کړی دی.

د خواله رسنيو فعالانو د «ارزښتونه وژغورئ» تر هشټاګ لاندې کمپاين کې د حجاب او چادرۍ توهين د اسلامي او ملي ارزښتونو سپکاوی ګڼلی او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي چې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د خواله رسنيو فعال عبدالسلام وزيروال په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې د اسلامي حجاب مخالفت کوونکی ملحدين دي او دوی اسلامي قوانين د عربو قوانين بولي نو ځکه يې په وړاندې دا ډول دريځ خپلوي، نوموړي په څو پرله پسې ټوېټونو کې ليکلي چې افغانان د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په اړه حساس دي او هيڅوک به د اسلامي او ملي ارزښتونو د سپکاوی له امله معاف نه کړي.

ليکوال او شاعر مولوي محمد عليم بسمل ليکلي کومو ښځو چې نن د حجاب بې حرمتي وکړه سبا به د اسلام د نورو اوامرو بي حرمتي هم کوي، نوموړي د اسلامي امارت په مشرانو غږ کړی دی چې د عمر په لاره تلونکي ځيږ پښتانه دومره پڅ مه اموخته کوئ چې د هرې نادودې په وړاندې خاموش پاتې شي، دوی ته اجازه ورکړئ چې د اسلامي نظام توهينونکي وځپي چې بيا څوک دا ډول جرئت ونه کړي.

بايد وويل شي چې د تېرو شلو کلونو کې هم د ديموکراسۍ او د بيان ازادۍ ترنامه لاندې ځينې کړيو د ګڼو اسلامي او ملي ارزښتونو په وړاندې توهين او سپکاوی کاوه چې د چارواکو له خوا يې مخنيوی نه کېده، خو د خواله رسنيو فعالان له اسلامي امارت څخه ځکه جدي غوښتونکي دي چې د يو اسلامي نظام په توګه بايد اسلامي ارزښتونو ته سپکاوي کوونکو ته سخته سزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

د افغانستان اسلامى امارت څخه په کلکه هيله کوم چى يا خو ددى غرب پاله کړيو په مقابل کى سخت غبرګون وښى تر څو زمونږ د عامو افغانانو د احساساتو سره نور لوبى ونشى ځکه چې دلته خلکو لويى لويى قرباني ورکړى تر څو اسلامي دولت حاکمیت لاس ته راوړي. . او يا خو اسلام پاله خويندو ته هماغسې سهولتونه برابر کړي او مجهزى يى کړى لکه څنګه چې ملحدانو غرب پاله ميرمنو ته برابر کړى دى تر څو د هغوى د هر عمل په وړاندي پر وخت عکس العمل وښودل شى او د هغوى هر پلان او ارمان د… نور لوستل »

ورک ځاځی

بايد اسلام پالو خويندو ته لارښونه وشى او اجازه ورکړل شى چى د ټولو غرب پالو رسنیو دفترونو مخې ته ورشى او هلته دهغوى د يو اړخيزه پوښښ پر وړاندي لاريونونه وکړى تر څو د هغوى ړندى سترګې ور خلاصى کړى. ځکه چى د اسلام زد لاريونونو د پوښښ لپاره هغوى هر چيري حاضريږي او د 20 کسانو لاريون لکه 2000 په شان وړاندى کوى خو د اسلام پالو لاريون ته بيا ړانده او کاڼه وى.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x