افغانستان

هرات او ننګرهار کې ۷ تنه د غلا په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکو په هرات او ننګرهار کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې د غلا په تور د ۷ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.

د هرات امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو تیره ورځ د هرات ښار له ۶ امنیتي حوزې څخه دوه داسې کسان ونیول چې له خلکو به یې په زور پیسې او نور توکي غلا کول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوو کسانو په لومړنیو پلټنو کې د غلا او شوکمارۍ په څو مواردو اعتراف کړی دی، چې ډیر ژر به یې دوسیې د لازیاتو پلټنو په خاطر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

په یوه جلا خبر کې راغلي چې د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخیلو کلي کې پنځه تنه غله له دوه میله تومانچو او یوې چړې سره یوځای نیولي، چې دا مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم امنیتي په هرات او نیمروز ولایتونو کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي او له پېښې سره په تړاو یې یو شمېر انسان تښتوونکي نیولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x