نظــر

ترکمنستان ته د مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي د سفر موخه څه وه؟

رحمت الله فیضان

د روان کال د جدي میاشتې په ۲۴مه نېټه د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی چې د تجارت، مالیې، معادن او صنایع، فواید عامې وزارتونو معینان او د هرات ولایت والي هم ورسره مل ول؛ ترکمنستان هیواد ته سفر وکړ، په دغه سفر کې افغان پلاوي له ترکمن چارواکو سره د تجارت، ترانزیت، د ټاپ او ټاپي پروژو، افغان محصلینو، بریښنا، رېل پاټلۍ او سیاسي موضوعاتو په اړه خبري او مذاکرات وکړل.

تجارت:
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیرخان متقي په دې اړه وویل:
هغه څه چې زموږ لپاره ډیر د اهمیت وړ وو هغه دا وو چې څرنګه وکړای شو چې د دوو حکومتونو په کچه تجارت پیل کړو، همدا راز د حکومت او تاجر ترمنځ او همدا راز د تجارانو ترمنځ د تجارتي راکړو ورکړو زمینه برابره کړو ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ صادرات او واردات په منظم شکل ترسره شي، دا موضاعات مو له ترکمن لوري سره شریک کړل هیله لرم چې مثمر به واقع شي.

ترانزیټ:
ښاغلي متقي زیاته کړه چې د ترانزیټي لارې په اړه مو هم له ترکمن چارواکو سره خبرې وکړې چې څرنګه وکړای شو چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ لار پرانستل شي ترڅو د سیمې ټول هیوادونه وکړای شي چې له دغې لارې څخه ګټه پورته کړي.

د ټاپ پروژه:
د ټاپ پروژې په اړه د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ټاپ د پروژې په اړه باید ووایم چې ټاپ دوه لینونه لري یو لین له ترکمنستان څخه پاکستان ته غځیږي او بل لین له ترکمنستان څخه افغانستان ته را غځیږي، د ټاپي له پروژې وړاندې به د ټاپ پروژې کار په راتلونکي پسرلي کې پیل شي چې د دې کار پیل به تر کمنستان او افغانستان او جنوبي اسیا د خلکو لپاره ښه زیری وي.

د افغان محصلینو ستونزې:
په دې برخه کې ښاغلي متقي وویل: له تېرو کلونو را په دېخوا افغان محصلینو په ترکمنستان کې زده کړې کولې چې د کرونا له امله دا بهیر دریدلی وو، ترکمن چارواکو ژمنه وکړه چې د محصلینو د زده کړو بهیر به بیرته د مارچ په میاشت کې پیل شي او په راتلونکې کې مو د نورو تحصیلي برسونو غوښتنه هم ترې وکړه.

بریښنا:
د تور غونډۍ او اقني له لارې افغانستان ته له ترکمنستان څخه د راغځیدلې برېښنا په اړه ښاغلي متقي وویل: د دې پروژې د تقويې په اړه مو له ترکمن اړخ سره خبرې وکړې، همدا راز مو له ترکمن اړخ څخه وغوښتل په افغانستان کې د بادي او لمریزي بریښنا په برخه کې پانګونه وکړي.

ریل پټلۍ:
مولوي امیرخان متقي افغانستان ته له ترکمنستان څخه د ریل پټلۍ د غځولو په برخه کې وویل چي د ترکمنستان هیواد ژمنه وکړه چې د مارچ په میاشت کې له اقينې څخه تر اند خوی پورې د دېرش کیلو مترو په اوږدوالي سره به د ریل پټلۍ کار بشپړ شي همدا راز له اندخوی څخه تر جوزجان پورې د ریل پټلۍ کار چې پخوا ډیزاین شوی وه پیل سي، له تورغونډۍ څخه تر هرات پورې د رېل پټلۍ د غځولو کار به هم پیل شي.

د سیاسي تعاملاتو په اړه ښاغلي متقي وویل: چې زموږ او ترکمستان ترمنځ روابط نیک دي، د روانې جنوري په پای کې د پروژو د تسریع په موخه له ترکمنستان څخه یو لوړ پوړی هیئت کابل ته را تلونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx