نظــر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید زموږ تاریخي ثبوتونه او ارزښتونه وساتي!

امین وردګ

تاریخ د یوه هېواد حافظې ته وایي او د تاریخي حقائقو د یاد ، بقا، فزیکي او شفاهي تداوم لپاره د اسنادونو ساتل اړین وي.
اسناد له لرغونو آثارو او مسکوني تأسیسات څخه عبارت دي، چې لرغونپوهان دغه دویم ته تاریخي ابدات وایي.
زه یقین لرم چې که زموږ مشران، زموږ تاریخي ارزښتونو ته جدي پاملرنه وکړي، افغانستان به سل کاله وروسته خامخا د تر ټولو ارزښمن او بډای ملي موزیم خاوند هم شي ان شاءالله ، چې بیا به زموږ بچیان هره ورځ له دغې لارې څخه هم میلیونونه افغانۍ تر لاسه کوي او هم به د دوی لپاره حماسي سبقونه شي.

اوسنی انقلاب د نړۍ په سطحه بې ساري او پرتمین انقلاب دی! ځکه چې ناټو پکې ماته شوه! هو! همغه ناټو دریادوم چې پر ټوله ځمکه او څه ناڅه آسمان کې لا سوپر پاور یادیږي، خو داسې پاور! چې د نړۍ هېڅ ابر قدرت یې هم مقابله نشي کولای، مګر ټولو ولیده چې یوازې یو څو خړو پړو سارایي افغان ځوانانو ماته کړه.
که د تېرې جګړې هر بُعد ته په ځیر سره وګورو؛ نو د ټولې نړۍ په تاریخ کې یې بېلګه او ساری نشته؛
هغه داسې: د نړۍ تخمیناً ټول سوپر قدرتونه، سره متحد شول او داسې یو استراتیژیک او تکنالوژيک نظامي قوت یې تیار کړ چې ګرده نړۍ ترې وورېده او چا دومره هم نشوای ورته ویلای چې ((مه!)) نا انډوله جنګي طرحې او ظالمانه پلانونه یې ټول (د بین الملل په نوم) محکوم ارګان ته (د تائید لپاره) وړاندې کړل، هغوی هم له ډاره هېڅ پکې ونشوای ویلای، ځکه یې په پټو سترګو د دوی هره پلیته نقشه ور امضا کړه.
په هر حال… نړیخور قوت (ناټو پیمان) د جهان تر ټولو مظلوم او بې دفاع هېواد (افغانستان) یرغمل کړ او پرته له معقول دلیل، ثبوت او شواهدو څخه یې پر دغو معززو او پتمنو قامونو هجوم راوړ او ټول انساني کرامات او ارزښتونه یې ترې واخیستل.

ناټو پوره شل کاله دلته د نړۍ تر ټولو بد اخلاقه او ځناور فوځیان راوستلي وو، چې زیاتره یې د بلک واټر په نوم د نايټکلبونو او سکسي اماکنو حرامیان وو.

دوی ته همدغه تش په نوم (بین المللي ارګان) د وحشیانه بریدونو تر څنګ، پوره قضايي مصئونیت هم ورکړی و.
خو د دغو ړندو طراحانو څو لاندې مهمو نکتو ته بلکل پام نشو ! چې هغه د ریښتینو افغانانو آزاد ژوندون، وحدت، ایماني قوت ، ویښ وجدانونه، ویاړلی تاریخي تقلید او له هر بهرني یرغلګر سره له وچ کلک حساسیت څخه عبارت دي؛ ځکه خو د جګړې په ډګر کې (سره له فوق العاده تجهیزاتو هم) د افغان شاه زلمو، د تشو (خو ټینګو) ارادو پروړاندې ګونډه شول.

په هر حال… ناټو او متحدین یې دلته وشرمېدل او مات شول، خو موږ باید دا زده کړو، چې چا او په څه شي یې مات کړل؟
که زموږ مشران، زموږ تاریخي ارزښتونو ته جدي پاملرنه و نه کړي، نو سل کاله وروسته به زموږ همدغه ویاړونه د نورو په نومونو ثبتیږي لکه چې ومو لیدل او ومو لوستل!.
که همدا اوس جداً لاس پکار نشو، نو زموږ د نسلونو ویاړلي افتخارات به په راتلونکي کې له هغوی نه پردي شي.
بېلګې یې داسې دي: په افغانستان کې اولین غربي متجاوز په کومه سیمه او ځای کې څه مهال، چا او پر څه شي وواژه؟

هغه تبر څه شو چې غربي ښکېلاکګر یې پرې وهلی و؟ تبر، د تبر لاستی، وزن یې، طول او عرض یې، حتی د هغې ونې ځای او نوم چې دغه لاستی ترې پرې شوی و؛ ټول باید ثبت شي.
کوم آهنګر جوړ کړی و؟ د هغه هلک جامې، څپلۍ، خولۍ او نور شیان څه شول چې یرغلګر یې پر همدغه تبر وواژه؟

د وردګو په تنګي کې چې دوه څرخه (چینوک) الوتکه چا وویشته، د هغه سړي (غلام حضرت ایوبي) راکټ څه شو؟ جامې او نور وسائل یې څه شول؟ دغه سړي څه ډول اخلاق لرل؟ کوم قسم خوراک یې خوښېده او داسې نور….
په زابل، د وردګو په شنیز، هلمند، نوریستان او نورو ولایتونو کې چې الوتکې وویشتل شوې، او په دلیو دلیو انګرېزان + امریکایان، د دوی متحدین او مزدوران پکې ووژل شول، د دغو غازیانو وسلې او جامې څه شول؟

د غربي ښکېلاک ټانګونه، رینجرې، الوتکې او داسې نور جنګي تجهیزات چې ویشتل شوي، ټول باید ملي موزیم ته راوړل شي او دا هم ورسره ولیکل شي چې: دا په کوم ځای کې، چا او په څه شي له منځه یوړل!

زېړې بوشکې، د ګازو ډبې، ښورې او بورې، مبايلونه او د وتلو غازیانو وسلې، وسیلې او مخابرې په شمول د موټرو، موټرسیکلونو، بایسکلونو او کمبلو یې- باید ټول شیان ملي موزیم ته نقل شي.

وا مشرانو! والله چې د کار خلک هم لرئ او د فکر، طرحو او پلانونو خلک هم! اقدام وکړئ او د دغه کار لپاره یو باصلاحیته کمیسیون وټاکئ، تر څو زموږ ویاړونه چې زموږ د راتلونکو نسلونو سرمایه ده، همدا راز زموږ تاریخي هویت او حماسې تصدیقوي -راته وساتي.
زما په هرات کې د روسانو پر وړاندې د افغانانو د عکس العمل، جرئت، موقف او ټینګو ارادو تصویر بیخي ډېر خوښ دی، نو باید چې دغه لړۍ دوام وکړي.

خیر دی که هلته بدرنګ نښانونه هم پکې انځور شوي! مګر موږ باید حقائق پټ نه کړو او په جزئیاتو سره حساسیتونه را و نه پاروو، هلته ريښتیا هم د هرات باجرئته مجاهدینو خپلې ارادې نړۍ ته وښودې او دغه تاریخي ویاړ یې موږ ته پرېښود، دا چې وروسته قومندانانو څه وکړل؟ هغه د هغوی شخصي جنایتونه وو؛ موږ د ملت ارادې او مقدسې وجیبې نه پسې تړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x