افغانستان

په سویل کې د برېښنا پروژو ستونزې له ارزولو وروسته هواریږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د هېواد په سویل کې له غزني تر کندهار د برېښنا د لیږدونې مزي او د کجکي بند  د دویم فاز د برېښنا د ویشلو پروژو ستونزې له ارزولو وروسته هواریږي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دا څرګندونې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د برېښنا شرکت له یو شمېر مسئولینو او د ځواکمن ودانیز قراردادي شرکت(ZNCC) استازي سره په لیدنه کې کړې دي.

په دغه لیدنه کې د (ZNCC) قراردادي شرکت استازي د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او د برېښنا شرکت مسئولینو ته له غزني تر کندهاره د برېښنا د مزو د غځولو او د کجکي بند د دویم فاز د برېښنا ویشلو د ترسره شوو چارو او په دې لاره کې د شته ستونزو په هکله معلومات ورکړل او په اړونده برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په خبر کې راغلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور ددغو پروژو د څېړلو لپاره د یوې ځانګړې کمیټې د تشکیل خبر ورکړی، ترڅو پروژې له نږدې وڅیړي، تجهیزات یې ثبت او په مربوطه څانګو کې د هغوی ستونزې ورته هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو د معلوماتو له مخې د راتلونکي کال پسرلي کط به د کجکي بند دویم فاز له فعالېدو سره ددې بند د برېښنا تولید ۱۵۰ میګاواټو ته پورته شي، چې ورسره به هلمند ترڅنګ د کندهار او یو شمېر نورو ولایاتو کې هم د خلکو او د تولیدي فابریکو د برېښنا ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx