نظــر

حالات په کومه خوا روان دي!؟

دادمحمد ناوک

هغوی چې دولتي مامورین نه دي، پرلپسې له دولتي مسؤلینو همدا پوښتنې کوي چې حالات په کومه خوا روان دي، دولت داري څنګه ده او وضعیت څه وايي؟

دوی په رڼو سترګو له خلکو ډک بازارونه ویني، د موټرو بیروبار ویني، خلاص دوکانونه او مارکېټونه ويني، په اطراف کې د سکون او ارامۍ فضا او پراخې راتلونکي پسرلي ته کېدونکې کرنیزې ځمکې او کروندې ویني، خو بیا هم پر خپلو سترګو او غوږونو باور نه کوي او فکر کوي چې موږ خیالي ژوند لرو، واقعیت همدا دی چې ځینې بهرنۍ رسنۍ يې تبلیغوي!ٔ

د ازادۍ له راتګ سره د اسلامي نظام او هېواد د دښمنانو توقع دا وه چې د جمهوریت له ماتې را پاتې تشه اداري ډانچه به هم ونړېږي او د اسلامي امارت مسؤلین به مجبور وي چې د جهاد پر وخت روان اداري سیستم دلته تطبیق کړي، چې دا به د ټول نظام په سطحه کار نه شي ورکولی، نو نتېجه کې به له ماتې، شاتګ او ناکامېدو سره مخ شي؛ خو رب العلمین د دې صف ملګری دی او داسې يې چارې برابروي چې انساني عقل ورته حیرانېږي.

که له هره اړخه اوسنی وضعیت د فتحې د لومړیو ورځو له تبلیغاتو، په ښارونو کې له خپروونکې وېرې او د دښمن له ارمانونو سره مقایسه کړئ، نو الحمدلله، اداري، سیاسي، اقتصادي او نږدې هره برخه کې هېواد مخ پر ښه کېدو روان دی او دا هیله زیاتوي چې حالات تر دې هم ښه کېدونکي دي.

زه په بازارونو کې عموماً ځینو له تبلیغاتو متاثرو دوکاندارانو یا هم موټرچلوونکو ته وایم چې که حالات دغسې وای لکه ستاسې ذهنیت چې دی، نو باید موټر دې کور ولاړ وای او دوکان دې بند وای، د حالاتو د مقایسې لپاره همدا فورمول کار ورکوي چې که خدای مه کړه د اسلامي امارت اداري سیستم په شا روان وای نو اوس باید د ګڼو روغتونونو، خصوصي بانکونو، لویو تجارتي شرکتونو او مارکېټونو د تړلو شاهدان وای، خو له هغو خال خال اقتصادي ضربو پرته چې د فتحې په لومړیو کې د دښمن د تبلیغاتو له امله رامنځته شوې، نور الحمدلله وضعیت بېرته مخ په ښه کېدو روان دی.

د هېواد په ټولو زندانونو کې سیاسي بندي نشته، په ټولنه کې په ښکاره هیڅ ډول اخلاقي فساد امکان نه لري، په ازاد ډول نشه‌يي توکي نه پلورل کېږي، لويې لارې د څلورویشتو ساعتونو لپاره ډاډمنې شوې، په رسنیز ډګر کې خپرنیز مواد له افغاني عرف سره برابر خپرېږي او د ځوان نسل د ښويېدو وسایل او امکانات کم شوي دي، په هره اداره کې مسؤلین د رسمیاتو په نامه څه نه پېژني،له شنه سهاره تر تیاره ماښامه کارونه روان دي، یوازې پخواني مامورین رسمیاتو ته ګوري، دا ټول جریان دا ثابتوي چې موږ په ښه خوا روان یو او الحمدلله هغه ارمانونه چې ځينو د دې سپېڅلي صف د سیاسي ماتې لپاره لرل له خاورو سره خاورې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx