ادبي لیکني

 د سپين غر او مهمند درې خاطره(۶) برخه

م رضوان الله فيضاني

له شهيد صابر تقبله الله تعالی، سره مې څو شپې وکړې، زړه مې ډېر تنګ و، د فراق تازه ورځې او شپې وې، صابر ته مې وويل چې زه به خپل زوړ ځای ته لاړ شم، نوي ملګري راغلي دي د هغوی ترتيب به جوړ کړو چې کار معطل پاتې نه شي، خو د صابر زړه نه و چې ترېنه لاړ شم، راته کړل يې چې نور يو خوا بل خوا مه ځه کرار له مونږ سره اوسه.

يو تن مخلص کليوال ملګری مې له لرې سيمې څخه له موټر سره پټ راوغوښت، صابر چيرته په کوم کار پسې لاړ، هغه ته مې څه ونه ويل او غلی ترېنه لاړم، بله سيمه کې مې له همغه کليوال ملګري سره دوه شپې وکړې، په دريمه شپه دوه ولسوالۍ وړاندې د شهيد ابوذر تقبله الله تعالی کورته ورسېدم، څو تنه محدود نوي تازه دمي ملګري راغلي وو، زما په ورتګ ډېر خوشحال شول.

مشر ملګری مو شهيد عبدالعزيز تقبله الله تعالی، وټاکل شو چې تازه له اسارت څخه راخلاص شوی و، اسلحه مو له يو طرف او بل طرف نه راپيدا کړه، ځکه چې امريکايانو د چاپې په شپه د شهيدانو ملګرو ټوله اسلحه په بمونو الوزولې وه، لنډه دا چې ټول پنځه تنه ملګري برابر شولو.

په خپله مربوط سيمه کې مو په ډېر مات زړه ګزمې شروع کړې، مخلصين کليوال هم راته ډېر خفه وو، ځکه چې ملګري مو بيخي کم وو، د ځينو شهيدانو ملګرو کورونه چې په دغه مفتوحه سيمه کې و د هغوی کورنيو ته کله کله د تسليت لپاره ورتلو.

ورځې او شپې تېرېدې خو ماته په دې سيمه کې اوسېدل ډېر ګران و، ځکه چې ملګري مو همدلته شهيدان شوي وو، طبيعت مې ډېر خراب و، شهيدان ملګري مې بيخي له زړه څخه نه وتل، ځان ته مې ډېر ډاډ او تسليت ورکاوۀ خو چندان اثر يې پرې نه کاوۀ.

يوه ورځ مې زړه بېخي تنګ او راډک شو ملګرو ته مې وويل چې زما خو نور دلته وخت نه تېرېږي، زړه مې مات او زخمي دی، هسې نه چې دماغي يا کوم بل تکليف راته پيدا شي …
نو که ستاسو اجازه وي او خفه کېږئ نه، نو زه به نور د خپل کور په طرف لاړ شم، حوصله مې بېخي ختمه شوې ده.

هغوی ته دې الله ﷻ اجرونه ورکړي، راته کړل يې چې د ملګرو په انتهايي کمبود او دغسې اضطراري حالاتو کې ستا تلل اګرکه مونږ ته ډېر تاواني دي، خو ستا د مجبوريت په وجه مونږ په نه زړه اجازه درکوو چې لاړ شه، خو ګوره چې له مونږ او شهيدانو ملګرو سره بې وفايي ونکړې، دلته به بيا هم راځې، پام چې ملګرتيا مو پرېنږدې، دې خبرو ډېر زيات دردمن کړم !!! …

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx