افغانستان

روزګان: یو پولیس خپل اوو تنه ملګري وژلي دي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۳): د روزګان مرکز ته څېرمه د مهراباد سیمې په یوه پوسته کې یو پولیس خپل اوو تنه ملګري وژلي او یو بل يې ټپی کړی دی.

د روزګان امنیتي چارواکو د پېښې پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې مهراباد په پوسته کې نهه تنه پولیس و، چې تېره شپه يې یو تن اتو نورو ته په ډوډۍ کې نشه ورکړې ده چې له نشه کولو وروسته يې اووه تنه وژلي او یو بل ټپي شوی دی.

د روزګان د امنیي قومنداني د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریس ګلاب خان هم پېښه مني او وايي چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي دي.
د ګلاب خان په وینا بریدګر عسکر یواځې پخپل سر دا کار نه دی کړی بلکې خپلو وسله والو ملګرو ته يې خبر ورکړی او دهغوی په مرسته يې د اپلان ترسره کړی دی.

په روزګان کې د مرکزي روغتون مسوولین وايي چې دوی ته داوو تنو وژل شویو پولیسو جسدونه وروړل شوي دي، او یوبل هم ټپي دی چې تر درملنې لاندې دی.

په روزګان کې یاده پېښه تېره شپه شوې ده چې تر دې وړاندې تېره ورځ د ملي اردو یو عسکر په کابل کې څلور بهرني پوځيان مړه او پنځلس نورټپیان کړل. او همدارنګه په پکتیا کې يوپولیس پخپل برید کې ګڼو بهرنیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم په ډاګه شوې ده چې بریدګر پولیس به چېرته تللی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x