نظــر

له افغانستانه کدرونه په تېښته دي…؟!

محمد آصف آزاد

افغانستان کې د وروستي یر غلګر له ماتې او تېښتې وروسته، چې له وتلو سره سم یې؛ بلکې د یرغلګرو له وتلو لا یو څو ورځې وړاندې یې را وړې او تحمیل کړې اداره هم له منځه لاړه. د ازادۍ مبارزینو یو ځل بیا له بریا وروسته د افغانستان د سمبالولو چارې په خپل لاس کې واخیستلې. د آزادۍ دغه بریالي او فاتح لښکر لومړی اقدام ټولو هغو افغانانو ته د عمومي عفوې اعلانول و، چې شل کاله یې د هېواد او ملت پر وړاندې له پردیو یرغلګرو سره لاس یو کړی و او د آزادۍ غوښتونکو مبارزینو پر وړاندې یې شل کاله جګړه کړې وه. خو د عفوې له دې اعلان سره سره په لوی شمېر کې هغو کسانو له هېواده تېښته وکړه، چې په یو نه یو ډول یې له بهرنیو یرغلګرو سره او یا د هغوی په را وړې اداره کې کار کړی و. دا چې د ا.ا لخوا د عمومي عفوې د اعلان باوجود، ولې دې خلکو له هېواده تېښته وکړه؛ مختلف علتونه یې کېدلی شي. د بېلګې په توګه:
_ ځینو ته یې خپله ماضي دومره توره ښکارېده، چې د ا.ا لخوا د عفوې د اعلانولو سره سره ورته خپل ځانونه محفوظ نه ښکارېدل. په اصطلاح، څه یې چې کرلي و، له رېبلو یې وېرېدل…

_ ځینو یې له لومړي سره له افغانستان سره چندان تړاو نه درلود. بس هسې د ګټې وټې او پیسو ټولولو په خاطر له بهره افغانستان ته راغلي و او ان کورنۍ یې لا په بهر کې وې، پاسپورټ یې تیار په جیب کې و؛ هر کله یې چې د ګټې وټې دوکان بندېدلی، منډې ته تیار اماده و…

_ ځینو یې طالب دا شل کاله یوازې د طالب دښمنې مېډیا څخه پېژندلی و او څه چې ورته طالب دښمنې مېډیا وړاندې کړي وو، ده هم منلي وو. نو بیا چې طالب ورته هر څو د عفوې خبرې کولې؛ خو شل کاله اورېدلي یې په غوږ کې و، یوازې یې په منډه کې خیر لید… او ځینو…

دا اوس په رسنیو کې له تاودو او له ډېر یادو بحثونو څخه دا ده چې له افغانستانه کدرونه وتلي/په وتو دي او افغانستان به د کدرونو د نشت له ستونزې سره مخ شي!

خو اوس پوښتنه دا ده چې، دغه تښتېدلي یې رښتیا هم کدرونه و/دي؟!
لومړی خو دا چې، د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونه(!) نو داسې د کومو کدرونو حکومتونه نه وو. دا تپل شوې اداره د کدرونو ټولګه نه؛ بلکې د څلوېښت کلنو او شل کلنو جنایتونو، فسادونو، قتلونو او خیانتونو د ترسره کوونکو خاینانو، جنایتکارانو او فاسدانو ګډوله وه. ایا نه وه؟!

که نه وی؛ نو ولې د نړۍ په کچه د فساد په لومړی کرښه کې راته؟! که د کدرونو حکومت وی؛ نو ولې له ولس سره په فاصله کې وه؟! که د کدرونو ټولګه وی؛ نو ولې په امنیت کې ناکام و؟! که د کدرونو ټولګه وی؛ ولې یې سیاست ناکام و؟! که د کدرونو حکومت وی؛ نو ولې یې اقتصاد ناکام و؟! او…

ایا د افغانستان د وروستیو څلوېښتو کلونو تر ټولو بدنام جنایتکاران، قاتلان، ناپوهان او جاسوسان پکې تر ټولو ډېر مخکښ او ښاغلي(!) نه و؟! تر ټولو جنایتکار، قاتل، ناپوه او فاسد شخص پکې د حکومت دویم درجه مشر نه و؟! او…

درځئ، تاسو یوه شېبه خپله، هغه په اصطلاح کدرونه یې ذهن ته در ولئ، کوم چې تاسو یې پېژنی؛ او بیا قضاوت وکړئ چې هغوی ته د کدرونو ویل څومره مناسب بللی شی؟!
او دې کدرونو! دې شل کاله کې کومه داسې کارنامه وکړه، چې موږ یې کارنامې ته په کتلو د دوی په وتلو افسوس وکړو؟! چې نشتون یې د هېواد په زیان وبولو.
خو هم یې د څلوېښت کلنو فاسدانو او جنایتکارانو کړنې لا په یاد پاتې دي او هم مو دا اوس دا شل کاله په وړاندې و کنه.

دغو تښتېدلو کدرونو کې یې ځینې داسې کدرونه هم و/دي:
له یوه محصل څخه مې واورېدل چې د خپلې پوهنځی د استاد خبره یې نقلوله: “…هېواد پرېږدم، نور مې ګوزاره دلته نه کیږي، د نوي حکومت په راتګ زموږ ارزښتونه تر پښو لاندې شول…”
باور وکړئ د ارزښتونو د تر پښو لاندې کېدو په خبره، هغه هم د پوهنتون د استاد له خولې؛ په اورېدو مې یې ټکان وخوړ…!

دا ښاغلی استاد(!) له خپلو ارزښتونو سره دومره پردۍ شوی او پردیو ارزښتونو سره دومره نیږدې شوی و؛ چې اوس ورته پردي ارزښتونه خپل ښکاري او خپل ارزښتونه ورباندې دومره درانه پرېوزي، چې له امله یې هېواد پرېږدي!
دا به هم په کدرونو کې راځي؟! ډېر به یې وبولي، ځکه د پوهنتون د استادۍ نوم هم ورسره نښتی دی نو…!
شل کاله چې زموږ دیني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کېدل، آن د قرانکریم، پیغمبر او کلمې طیبې پر وړاندې ګستاخي کېدله؛ خو دې استاد! چورت لا نه خرابېده؛ خو نن چې هېواد له تحمیل شوو ارزښتونو نجات موندلی او خپل ارزښتونه محترم دي، د دې استاد ګوزاره نه کیږي!

ایا دا ډول کدرونو(!) ته موږ کدرونه ویلی شو؟! دا به زموږ د هېواد او ملت په کوم درد وخوري؟!

د کدرونو په موضوع کې بله یاده اندېښنه دا ده چې، ځینې یې اندېښمن دي چې افغانستان به د کدرونو د نشتون له ستونزې سره مخ شي.
دا چې تازه تښتېدلي کدرونه(!) واقعاً هم کدرونه دي کنه؟! پورته ورباندې وغږېدو، خو ایا رښتیا هم اوس افغانستان کدرونه نلري؟!
دغه اندېښمنو وګړو سره شته اندېښنه، فکر کوم له دوو لاملونو ده:

_ دوی فکر کوي، چې د افغانستان د آزادۍ د مبارزینو په صف کې یوازې د تورې مېړني و، خو د قلم او پوهې مېړني پکې نشته!!!
خو حقیقت داسې نه دی.
دا هم د شل کلنو پردیو تبلیغاتو اثر دی. ډېرو ته داسې ښکاري چې د جها د په میدانونو کې د قلم او پوهې، د ادارې او مدیریت خلک نه و/نشته، دوی یوازې په ټوپک پوهېدل او بس. خو داسې نه ده؛ د جها د په ډګر کې د پوهې د ډګر اتلان هم و. د ټوپک مېړنیو کې د قلم مېړني هم و. داسې مېړني چې دې دواړو ډګرونو کې یې حاضري ورکوله او د دې دواړو ډګرونو د خدمت ویاړ لري. زه به یې نومونه نه اخلم؛ خو په خدای قسم زړه مې له خوشالۍ په ریږدېدو شي، هغوی چې پرون مې د جګړې په ډګر کې، توره په لاس مېړني او غښتلي لیدل؛ نن یې اداراتو کې تر نورو ډېر غښتلي او لاس بري وینم.

بېغمه شئ! کدرونه مو له هېواده تللي نه دي؛ بلکې میدان ته راوتلي. هغه د شاعر خبره، چې څو کاله وړاندې یې ویلي و چې: ها په سړیو کې وتلي سړي غرونو کې دي_په دین وطن مئین ښاغلي سړي غرونو کې دي… نن الحمدلله هغوی په غرونو کې د خپل مسؤلیت له پوره کولو وروسته، ښارونو کې د خدمت کولو لپاره مټې را نغښتلي. او چې تښتېدلي؛ هغوی کدرونه نه؛ بلکې غله او خاینان و. چې د هېواد د مالکانو په راتګ غله وتښتېدل. (که استثنا په کې وه، له هغوی په بښنې. خو ګومان مې نشي!)

_ دویم دا چې دوی ته یوازې له غربه راغلي او یا هغوی چې په شل کلنه اداره کې یې کار کړی، کدرونه ښکاري او بس. دوی فکر کوي چې ټول ملت په همدې کې خلاصه کیږي؛ چې داسې نه ده. دا ملت بېشمېره وړ او په رښتیني معنا کدرونه لري، چې یا خو یې د خپلې عقیدې او ارزښتونو ته د ژمنتیا او وفادارۍ له امله په تېره اداره کې کار نه دی کړی، یا ورته د واسطو او فسادونو له امله د کار موقع نه ده په لاس ورغلې او یا د هر بل علت له مخې له هغې ادارې د باندې پاتې شوي. دې کسانو کې داسې د وړتیا او استعداد لرونکي کدرونه شته چې په واقعي معنا د دې هېواد او خلکو اړتیا ته ښه ځواب ویلی شي.
او همدارنګه ښه شمېر وړ کدرونه له هېواده د باندې شته چې تېر شل کاله ورته شرایط د راتګ نه و برابر. په مختلفو اړخونو کې د ښو استعدادونو لرونکي دي او کولی شي چې د دې هېواد په رښتینې معنا خدمت وکړي. چې تر ډېره هغه خنډونه اوس لله الحمد له منځه تللي او باور دا دی چې ا.ا به ورته د کار کولو تر ټولو ښه موقع برابروي.

همدا خلک به را وړاندې کیږي او دې هېواد او ملت ته د خدمت کولو موقع به ورته برابریږي، د دې هېواد او خلکو په درد به خوړل کیږي او په ګډه به د دې هېواد د پرمختګ لپاره په وړاندې ګامونه اخلي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

آیادکرزی اواشرفغنی دبیننګواوخودفرستودحکومتوماسیوانوردقدروړاوپوه خلک په افغانستان کی وجودنلری بیننګو خوبیننګه پرځان راټول کړی وو،آیاته یوچاپلوس نه یی چه بیعلمه اوجاهلان ملک جوړولای سی آیاددوی اوداشرفغنی دحکومت فرق سته هغوهم قدرت وحقدارته نه ورکاوی اوغله اوبیکفایته خلک یی پرحکومت ګمارل داجاهلان دقرآنکریم مخالف هم قدرت خپلونااهلوته سپاری هوښیاروپوهواومخلصوته یی نه ورکوی،قرآنکریم خو فرمایی عدل وکۍ آیاداعدل دۍ چه خپل مظلوم عوام دخپل خواهش دپاره دلوږی اودرپدرۍ وژنی ،دوی وایی موږ جهادوکۍ جهاد یی دالله دپاره وکۍ که یی دخپلونفسی خواهشاتو دوی ظالمان دی ته ظالم یی چه حقیقت نه وایی افغانستان برباددغسی چاپلوسانوکۍ چه حقیقت یی نه وایی،دوی دونه جاهلان دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx