
شعـــــرونه
د اوښکو جرګه/ سعيد مل
سعيد مل
لېږلې مې ده تا لره جرګه د سپينو اوښکو
راوړې مې ده لپه کې اسره د سپينو اوښکو
د زړۀ له درده توی شوې په حسرت ولې روانې
ګریوان به مې کوله ننداره د سپینو اوښکو
دا راز و پکې نغښتی او له ورایه ښکاریدل
قبول کړه پاکه ربه دا یو څه د سپینو اوښکو
صفا له ګناهونو کړې د زړه توره صفحه مې
حضور لره دروړمه قافله د سپینو اوښکو
په توره نیمه شپه کې په سلګیو بدرګه وي
تـر عرشه وي روانې صدقه د سپینو اوښکو
پام ګـوره دوکـه نـشې په لذاتـو سعیدمله
په کار ده آخـرت لره تـوښـه د سپینو اوښکو
سعیدمل