شعـــــرونه

ژوند دې وي، هیواد دې وي/ مشهود

مشهود

ژوند دې وي، هیواد دې وي او دغه امارت دې وي
سوله، ورورلي دې وي نظام د شریعت دې وي

نه دې ناوې کونډه وي او نه دې مورکۍ بوره وي
خدایه نور وطن کې داسې ښکلی امنیت دې وي

ډک دې شي زړګي د هیوادوالو د یو بل په عشق
ورک په ګران ولس کې کافِر بوټی د نفرت دې وي

نه دې مري د امن او سپېڅلې ازادۍ ناوې
ختم پر مؤمِن امت د کُفر دا وحشت دې وي

خلاص دې وي د کُفر د جابِرو یرغلونو نه
سپین محمدي بیرغ کابل باندې اوچت دې وي

غم او جنازې دې پر اوږو نور د ولس نه وي
مرګ د دښمنانو په کورو کې سلامت دې وي

نه دې وي لستوڼي کې مشهوده د لستوڼي مار
مینه دې کرلې وي، په زړو کې اخوت دې وي

مشهود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x