
شعـــــرونه
غم دې راسره د څو کلونو انډيوال دی
مستغفر ګربز
غــم دې راســره د څــو کـلـونـو انـډيـــوال دی
زړه مې وربښلی دی بس ښه ورته خوشال دی
خـدای شـتـه چـې مـاتـیـږي درتـه فکر په کتلو
حسن دې د سـرو سپينـو ګلونو سره سیال دی
زه کـه د خپل درد انځور تـر مخه درتـه کیږدم
ته به پکې څه ووایې کوم قِسم دې خیال دی؟
ګــورې د کـاږه پـاڼ پـه ژۍ تـکــه زیـــړه ونـه؟
کټ مټ مې د ستړي زنـدګـۍ دغسې حال دی
چاري د قسمت دي چې په داسې چا مئین یم
نـه ددغـه ښــار دی والا نــه مــې کـلـیـوال دی
مه مې سوزه نـور پـه سره انګار باندې د هجر
وه یـې مـنـه دغـه د ګـربـز مستغفر سـوال دی
مستغفر ګربز