
شعـــــرونه
ستا د جمال ديدار نو کله په کمال رسيږي؟
صهيب
دا په نصیب شي نه په زر او نه په مال رسیږي
ستا د جمال دیدار نو کله په کمال رسیږي؟
که د جنت آرمان کوم په همدې وجه یې کړم
جنت کې ته يې او جنت کې ستا وصال رسیږي
له نعمتونو د خدای ځار شم هر نعمت يې خوږ دی
خوږو کې خوږ نعمت عاشق ته ستا جمال رسیږي
درته ډالۍ چې کړي حبیبه درودونـه کوم زړۀ
هغه زړګي ته ستر رحمت د ذوالجـلال رسیږي
زه د کلونو انتظار وروسته هم پاتې راغلم
سړی به څنګه تر تا پورې په کوم سوال رسیږي
د هجر تاو دې زما رنځور زړه یاره سم وهلی
کله به سر ته د نیمګړي آرمان نیال رسیږي