شعـــــرونه

شپه تروږمۍ وه، مېلمه پاله د ګړنګ غېږه وۀ!

منصور ملنګ
شپه تروږمۍ وه، مېلمه پاله د ګړنګ غېږه وۀ!
څۀ اخلاصمندۀ او پراخه د ملنګ غېږه وۀ!

باتور ملت ؤ له تېرو تورو مو اور باداوۀ!
عجیب منظر به ؤ چې کله به د جنګ غېږه وۀ!

مهم قتال وو، او هغه مو ښه په خرپ کې کاوۀ!
کله به مخامخ وه کله به له څنګ غېږه وۀ!

باور په خدای په کار وو، ځکه مو سینې وهلې!
له تور ښامار سره مو ښه په جوش او ننګ غېږه وۀ!

شکر بری مو یو ووړ؛ اوس هسکې غړۍ ګرځوو
څه د کمال، څه د جلال، څه د غورځنګ غېږه وۀ!

منصورملنګه نور یې هیڅ د لیدو تاب مه لره!
تا چې ترې تاؤ کړله هغه وروستۍ د دنګ غېږه وۀ!

منصور ملنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x