نړۍ

دترکیي دفوځ لوی درستیزدځکمني اوسمندري ځواکونو دقومندانانو په شمول له دندوڅخه لاس په سرشول

general_coshaniz(نن ټکی اسیا ۲۰۱۱/۰۷/۳۰)دترکیی دفوځ لوي درستیز جنرال ایشیک کوشانیر، دترکیی دسمندري اوځمکني ځواکونو اوهمدارنګه نورو لوړ رتبه فوځي چارواکو په شمول په ډلیزه توګه له خپلو دندو څخه لاس په سرشول، تراوسه پوري دترکیی دفوځي چارواکو په ډلیزه توګه ددندو دپریښودلو سبب هم څرګند ندي.

په ترکیه کي دی اخیرو کی دفوځ اوحکومت ترمنځ برځینو مسائیلو باندی اختلافونه راپورته شوی وو، دترکیی حکومت په کال ۲۰۰۳ کی پرځینو فوجی چارواکوتورلګولی وو

، چي دحکومت په خلاف دسازش دجوړلو په اړه په صلاح مشورو اخته چي وروسته بیا دحکومت له لوري ځیني عسکري چارواکی ونیول شول،

دایوه له هغو خبروڅخه  ده چی دفوځ اوحکومت ترمنځ یی باور اواعتبارله منځه وړی دی.

ویل کیږي چی دترکیی دفوځ لوی درستیز جنرال کوشانیز په تیرو ورځو کی څو ځلی دترکیی له لومړی وزیر طیب اردګان سره کتلی دي، له بله لوري دلوړو فوځي چارواکو له واکه څخه لاس په سرکیدل په داسي وخت کی رامنځ ته کیږي چي راتلونکي اونی کي دترکیی دځمکنی، هوایی اوسمندري ځواکونو دمرکزي شورای له لوري یوه غونډه دایریدله چی هغه کی به ددندو دپرمختګ اولوړوالي په اړه فیصلي کیدلی.

داناضول په نامه سره یوي ترکي خبري رسني خبرورکړی دي چي جنرال کوشانیز څرګنده کړه چی ما اړینه وبلله چی زه باید له دندی ګوښه شم، جنرال کوشانیز یوه کال مخکي هغه وخت پردنده باندی وګمارل شوي وو کله چي حکومت دفوځ لوري ودغی دندي ته کاندید شوی جنرال حسن اغسیز باندی تور ولګاوه چي نوموړي د۲۰۰۳ کال دترکیی دجمهوري حکومت په خلاف جوړشوی سازش کی لاس درلود.

له بله لوري په عین وخت کی دترکیی دلومړي وزیر طیب اردګان له دفترڅخه خبرنشر شوی دي، چي فوځ کی کوم مشکل نده رامنځ ته شوی اوټول کارونه په عادي ډول په مخ روان دي، خبرکی راغلي دی ښاغلي طیب اردګان جنرال نجدت اوزیل کوم چی مخکی دلنډي مودي لپاره دترکیی دځمکني فوځ قومندان ټاکل شوی وو، دلنډي مودي  لپاره دجنرال کوشانیز پردنده باندی ګمارلی دی.

د راتلونکي دوشنبي په ورځ به دفوځ مرکزی شورای غونډه دایره وي ترڅو دلوړو فوځي دندو دترفی اوترقی په اړه نوي فیصلی وکړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x