
شعـــــرونه
هره پاڼه دې تعبیر کړي د ښکلا
نسیم ریاض
هره پاڼه دې تعبیر کړي د ښکلا
د ګلاب په مخ کې پروت دی ستا زینت
د نړۍ و ښايستو ته مترجم
د ګلاب د حسن دومره کیفیت
خو ستا حسن د ګلاب تر حسن لوړ دی
ګلاب ستاښایست ته مات دی او هم پړ دی
هر عاشق دې د دیدار په تمه مړ دی
پر زړو راج کوي ستا مینه محبت
که جمال دی که کمال په تا تمام دی
که اخلاق دي که اوصاف ته یې امام
و جبین ته دې هر حسن دی غلام
ستا له رویه خدای دنیا کړله خلقت
له ستاینې دې عاجز دي قلمونه
که هر څو لیکنې وکړي عالمونه
که را غونډ سي د نړۍ ټول کلامونه
بلند شان لرې مقام دې ډیر اوچت
په نبیانو کي بهتر یې معتبره
ای د خدای له نوره جوړه پیغمبره
د ریاض د زړه ټکور د زړګي سره
هم دې غوره امتیانو کې امت