ورزش

راشد خان به راتلونکي آی پي ايل کې د نوې لوبډلې «احمد اباد» سره ولوبيږي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د سنرايزيرز حيدراباد اباد لوبډلې د راتلونکي هند غوره ليګ سياليو لپاره د راشد خان غوښتنې ومنلې، هغه د يادې لوبډلې سره لارې جدا کړې.

يادې لوبډلې سره د لارې جدا کولو وروسته راشد خان په نړۍ او په ځانګړې توګه هند کې د رسنيو د سر ټکی شو، چې کومه لوبډله به هغه واخلي.

اوس د ESPN cricinfo کرکټ ويبسايټ په يوه راپور وايي چې راشد خان په راتلونکي پړاو کې د نوې انتخاب شوې لوبډلې سره تړون لاسليک کړی دی.

راپور زياتوي چې راشد خان يادې لوبډلې سره په ۱۵ کروړه هندۍ کالدارې تړون کړی، چې لوبډلمشر به يې د هند غوره آلراونډر هارډيک پانډيا وي.

ټاکل شوې ده د هند غوره ليګ سيالۍ به د روان کال په اپريل مياشت کې ترسره شي.

له دې وړاندې راشد خان غوښتل له سنرايزرز لوبډلې سره په ځينو شرايطو درلودلو پاتې شي، خو لوبډلې ونشو کړای د نوموړي غوښتنو ته غاړه کيږدي او بالاخره راشد خان بولۍ ته وړاندې شو

ددې سربېره حيدر اباد لوبډلې خپل پخوانی لوبډلمشر ډيويډ وارنر، محمد نبي او يو شمېر نور لوبغاړي هم بولي ته وړاندې کړل او غواړي نوې لوبډله چمتو کړي

له بولۍ وړاندې په هند غوره ليګ کې دوه اضافي لوبډلو (لکنو او احمد اباد) ته فرصت ورکړل شوی و چې ځينې لوبغاړي له ځان سره ونيسي.

راشد خان په ۲۰۱۶م کال د سنرايزرز لوبډلې لوري په بولي کې د ۴ کروړه هندي روپيو په ارزښت واخيستل شو، چې غوره کارکردګي يې وړاندې کړه.

په راتلونکي کال يادې لوبډلې هغه د ۹ کروړو په ارزښت له ځان سره وساته. راشد خان په هند غوره ليګ کې د سنرايزرز لپاره ټولې ۷۴ لوبې کړي او يوازې په ۶.۳۴ اقتصادي توپ اچونې سره يې ۹۳ ويکټې اخيستې دي.

بل لوري ته راشد خان تازه د پاکستان يوه خصوصي تلويزوني رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې په پاکستان سوپر ليګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبيږي.

هغه زياتوي چې غواړي د شاهين شاه افريد چې د يادې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی، ګډ کار وکړي او هغه ته خپلې مشورې ورکړي.

راشد خان چې په دغه مرکه کې ورسره د ويديو له لارې شاهد افريدي هم يوځای و، د هغه ستاينه وکړه او خپل بت يا آيډيل يې ياد کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x