
کابینې د پولیسو لپاره ځانګړی یونیفارم تصویب کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت کابینې په خپلې وروستۍ غونډه کې د پولیسو لپاره ځانګړی یونیفارم تصویب کړی دی.
د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست وايي چې د کابینې ۱۹مه غونډه پرون د رئیس الوزرا په مشرۍ د ریاسة الوزرا د مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون دائره شوه.
یادې ادارې ویلي دي چې د کابینې په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د پولیسو لپاره انتخاب شوی یونیفورم له معمولي تغیر سره تصویب کړ.
کورنیو چارو وزارت تر دې دمه د پولیسو د یونیفارم د بڼې په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو دغه وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی هڅه کوي چې ټول پولیسو ته ځانګړی نظامي یونیفارم برابر کړي.
د دغه وزارت ځېنو سرچېنو نن ټکی اسیا ته وویل چې د پولیسو لپاره نوی یونیفارم جوړ شوی دی او له پخواني سره ډير تفاوت لري.
سرچېنو زیاته کړې چې نوی یونیفارم د پخواني ولسمشر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د پولیسو له یونیفارم سره ډير نیږدې دی او لږ تغیر په هغه یونیفارم کې راوړل شوی دی.
د نظامي چارو شننونکي وايي چې د پولیسو لپاره د یونیفورم، منظم قیافه او د جنايي جرایمو په اړه له قوانینو اګاهي درلودل تر ټولو مهم او اساسي دي.
کوښښ دې وشي چې د یونیفورم په څنګ کې د طالبانو د پولیسو په قیافه یا ظاهري شکل کې هم لازم اصلاحات را مینځ ته شي. دا په دې مانا چې د څڼو لنډول او ږیرې ته دې هم ځانګړې پاملرنه وشي. هر څه اندازه لري. مننه
یونیفارم په هر صورت دا منظمه قیافه یی بیا څه ده، یعنی چی خلک د پولیسو له قیافی و نه ډار شی لکه چی اوس خلک له طالبانو ویریږی؟
مننه له نشراتو مو خبرونه مو په زړه پوري دی زه هر کله تعقیبوم