افغانستان

ننګرهار: په خوږياڼو کې لسګونه عسکر له طالبانو سره یوځای شوي دي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۳): د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالي کې د دې ولسوالي له ګڼو سیمو نه له طالبانو سره لسګونه عسکر یو ځای شوي دي او له خپلو دندو يې لاس اخیستی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالي کې ورسره شپږ څلویښت تنه عسکر یوځای شوي دي.
د مجاهد له قوله دوی د خپل «دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون» په هڅو د روژې په اوږدو کې تر اوسه پورې د خوږياڼو په بېلابېلو سیمو کې شپږ څلویښت تنه عسکر د ځان ملګري کړي دي.
په تسلیم شويو عسکرو کې ډېری يې د دې ولسوالي اربکیان دي. چې طالبانو يې پخپله خبرپاڼه کې نومونه او د پلارانو نومونه هم خپاره کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تسلیم شویو عسکرو له طالبانو سره د ملګرتیا کلکه ژمنه کړې ده.
کاږي:«دوی له مجاهدينو سره کلکه وعده کړې چې نور به په کوډاګۍ اداره کې د کار کولو په ځای له مجاهدینو وروڼو سره اوږه په اوږه د دين او وطن دفاع کوي او له يرغلګرو او د هغوی له ګوډاګيانو سره به تر هغو جهاد کوي تر څو يا شهيدان شوي نه وي او يا يې پردي عسکر له هيواده نه وي شړلي.»
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د پکتیکا ولایت په یحی خېل ولسوالي کې هم دوه ویشت اربکیان له طالبانو سره یوځای شول، د هغوی په خبره دوی خپلو مشرانو غولولي و، هغوی د دوی پرمټو ځانونه تر ولایتي شوراګانو او امنیه قومندانیو ورسول او دوی يې یواځې پرېښودل.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د باد غیس په غورماچ کې یو قومندان له خپلو دېرشو مسلحو ملګرو سره د طالبانو په لیکو ننوت.
په ننګرهار کې تېره ورځ هم د غني خېلو ولسوالي پنځه نظامي مسوولین له طالبانو سره یوځای شوي دي.
د چارو د شنونکو له قوله په نظامي کسانو کې نفوذي بریدونه، د دوی تر منځ بې باوري او د مشرانو پوره بېغوري د دې علت دی چې ډله ـ ډله عسکر خپلې وسلې پرځمکه ږدي او د طالبانو په لیکو کې ننوځي.
د ننګرهار سیمه ایزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خوږیاڼي په ننګرهار کې هغه ولسوالي ګڼل کېږي چې د اربکیانو له وحشته يې لسګونه کورنۍ مهاجرې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x