ادبي لیکني

د شهيد ماشوم وروستۍ خبرې/تېر یادونه

امين وردګ

د سهار له لمانځه وروسته یې مور غوښتل چې خپل دوه نازولي بچي جومات ته د سبق په خاطر ولیږي، نو یوه ته یې نارې کړې: پورته شه زويه! نن سبا د په لمانځه هم دروم ، مخ د پرېمینځه، جومات ته لاړشه او سبق دې ووایه ، هله نو ! هغه وړوکى ورور جان د هم را ويښ کړه، پورته شه زويه!

امم…. مورجانې! صبر وکړه وختي دى، ماته خوب راځي !
مور : نه نه! زويه وختي نه دى، لالا دې جومات ته تللى ، ناوخته کيږي، هله نو! دې مياشت کې دې په لمانځه هم دروم زړګيه، پورته شه کنه!
زوى : ريښتيا ووايه مور جانې! پلار جان مې کله راځي ؟

مور : را به شي زویه ولې؟ یادیږي دې؟
زوى : هو مورې یادیږي خو مې، خو غواړم چې د پلار جان له راتګ نه مخکې په لمانځه و درېږم !

مور : شکر زويه چې د لمانځه سره دومره مینه لرې؛ ان شاءالله بله مياشت کې دې پلار جان هم راځي او تابه هم پر لمانځه و دروم، هله نو! هغه دى وړوکي ورور جان د هم را ويښ شو ؛ ورشئ لاسونه او مخونه مو پرېمينځئ او جومات ته لاړ شئ ؛ هلئ زر کوئ! که لالا مو له جوماته راغی او تاسو نه وئ تیار شوي، خامخا بیا درته غصه کیږي !
ښه مورجانې دا دى ورځو.
زامن : مورې ! او مورجانې !! مورې !

مور : اورم بچیانو، بیا څه خبره ده؟ تاسو لا نه یئ تللي ؟
نه مورې! خو اول به چاى و څښو، بیا به لاړ شو، وږي يو، شپې اوږدې دي؟
نه ګلونو! اول مو درسونه په جومات کې له ملا صاحب نه ووايئ، بيا به راشئ او په ګډه به چاى و څښو ؛ هلئ نو! سپارې مو يوسئ چې لالا مو بيا په قاريږي درته !
ښه مور جانې! خي موږ ته چاى و ساته ګوره چې يخ نشي !
ښه زامنو ورشئ، الله مو مل شه.
هلکان چې له دروازې وتل مور ورته نارې کړې : ودرېږئ زامنو! زړه مې بې ځايه غوندې دى، چې لږ مو ښکل کړم !

اوف مورې! پرېموږده!
ښه ځئ ؛ خو لالا مو را ولېږئ چې کور څوک نشته، مېلمانه رانشي !
ښه مورې خداى په امان! هههههه بيا نه درته راځو ! خوب ته دې هم پرېنښودو او چاى دې هم رانکړ.
مورې! ریښتیا درته وایو، موږ بیا نه راځو، لالا به درته راولیږو هههه.

ښه سمه ده! تاسو مه راځئ ، خو لالا مو را ولېږئ چې کور کې څوک نشته!
زامن : چې موږ نه غواړې نو لالا هم نه درته را ليږو، ته حاجي آغا ته ټليفون وکړه، چې خوشاله شې هههه ښه مورې!

مور: ورک شه بې ادبه! ههههه مورې خو ښه درته وایم کنه! هر وخت چې موږ له کوره ووزو، ته له پلار جان سره پټه پټه غږیږې.
زامن يې له کوره ووتل، خو بېرته یې د دریواړو شهید جسدونه بورې مورکۍ ته راوړل.

انالله و انااليه راجعون
وردګ ماشومان
دسمبر 17, 2015

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x