
کابینې له ازبکستان-مزارشریف او پېښور ته د خط آهن پروژې د سروی کولو په اړه پریکړه وکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت کابینې په خپلې وروستۍ غونډه کې پریکړه کړې چې له ازبکستانه-مزارشریف او پېښور ته د خط آهن (ریل پټلۍ) د پروژې د مسیر او ځمکنۍ سروې دې د ټولګټو وزارت وکړي.
د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست وايي چې د کابینې ۱۹مه غونډه پرون د رئیس الوزرا په مشرۍ د ریاسة الوزرا د مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون دائره شوه.
په دغه غونډه کې کابینې پریکړه وکړه چې د خط آهن پروژې په اړه دې سروی وشي تر څو په نیږدې راتلونکې کې په دې پروژه عملي کار پیل شي.
د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د وسپنې پټلۍ له لارې د وصل (ترمز-مزارشریف-کابل-جلال اباد-پېښور) پروژه کې به په افغانستان په خاوره کې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره ریل پټلۍ جوړیږي چې د اټکل له مخې تر ۷ میلیارده ډالرو پورې لګښت به پرې راځي.
د شننونکو په باور د دغې ریل پټلۍ د جوړیدو سره به د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د کال ۲۲ میلیارده ډالرو تجارت امکانات برابر شي او هم به زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه ایجاد شي.
افغانستان، ازبکستان او پاکستان په ۲۰۲۰ز کال د فرورۍ په میاشت کې د دغې پروژې د مسیر ټاکلو تړون لاسلیک کړ.
پاکستان به خپل مالونه د افغانستان په ټوله خاوره کی اربکستان او منځنی آسیا ته انتقاله وی برعکس د افغانانو مالونه به تر پیښور پوری رسیګی. بهتره خو به دا وی چی دا د ریل پټلی تر کراچی او واګې بنده پوری وغزیږی. کداسی ونشی دا پدی معنی چی دا د ریل پټلی صرف د پاکستان لپاره ده.