دیني، سیرت او تاریخ

د بې حجابۍ عیبونه

لیکوال: ابو شاکر مسلم
ژباړه: خدیجه وردګ

شېخ عبدالعزیز طریفي وایي: «الله تعالی ښځې ته په حجاب باندې امر کړی او وروسته یې د لمونځ حکم ورته کړی تر څو پوهې شي چې حجاب د لمانځه په څېر عبادت دی نه دود او رواج: ﴿…وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ…﴾ (احزاب: ۳۳) یعنې: «د مخکیني جاهلیت په څېر ځانښودنه مه کوئ او لمونځونه قایم کړئ».

خورې! بې حجابي د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ نافرماني ده: څوک چې د الله او پیغمبر نافرماني وکړي، په حقیقت کې خپل ځان ته زیان رسوي او الله تعالی ته هيڅ زیان نه رسوي. پیغمبر اکرم ﷺ فرمایي: «زما ټول امت به جنت ته ننوځي مګر هغه څوګ چې ډډه یې کړې ده.
صحابه کرامو وپوښتل: ای د الله رسوله! څوک به ډډه کوي؟
هغه وفرمایل: څوک چې زما اطاعت او فرمانبرداري وکړي، جنت ته ننوځي او څوک چې زما نافرماني وکړي نو په حقیقت کې یې ډډه کړې ده».

خورې! بې حجابي ستره او هلاکوونکې ګناه ده: امیمه د رقیقه لور د پیغمبر ﷺ په خدمت کې حاضره شوه تر څو بیعت ورسره وکړي. رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: له تا سره بیعت کوم چې له الله سره به شرک نه نیسې، غلا به نه کوې، زنا به نه کوې، د غم په وخت به چیغې او فریاد نه وهې او د پخواني جاهلیت په څېر به د خلکو په منځ کې خپل سینګار نه ښایې». باید په دې حدیث غور وکړو چې پیغمبر اکرم ﷺ بې حجابي د سترو او هلاکوونکو ګناهونو تر څنګ یاده کړې ده.

خورې! بې حجابي د الله تعالی د لعنت او د هغه له رحمت څخه د لرېوالي سبب کېږي: نبي کریم ﷺ فرمایي: «ډېر ژر به زما د امت په پای کې داسې ښځې راڅرګندې شي چې په ښکاره به یې جامې پر تن وي مګر په حقیقت کې به بربنډې وي، په دوی لعنت ووایئ ځکه دوی ملعونې دي» [مصنف ابن ابی شیبه].

خورې! بې حجابي د دوزخیانو له ځانګړنو څخه یوه ځانګړنه ده: رسول الله ﷺ فرمایي: دوې ډلې دوزخیان دي چې ما ندي لیدلي: یوه ډله د غوا د لکۍ په څېر متروکې په لاس کې لري او خلک پرې وهي او بله ډله هغه ښځې دي چې په ښکاره یې جامې پر تن وي مګر په حقیقت کې لوڅې او بربنډې وي. په خپلو حرکتونو سره پردي سړي خپل ځان ته راکاږي او خپله هم د سړیو خوا ته لېواله وي. سرونه یې د اوښانو د بوکامو غوندې وي، دوی جنت ته نه ننوځي حتی د جنت بوی به هم د دوی پزو ته ونه رسیږي او دا په داسې حال کې چې د جنت بوی په ډېر لرې واټن کې د چا تر پزو رسیږي».

خورې! د قیامت تورې تیارې د بې حجابانو په تمه دي: روایت دی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل: څوک چې له خپلې کورنۍ بهر په سینګار کې په ناز او نخرو په لاره ولاړ شي، د قیامت په ورځ به د هغې تیارې په شان وي چې هېڅ نور به نه لري». یعنې هغه ښځه چې د حجاب په خلاف له څښېدونکي کمیس سره په ناز او نخرو تګ کوي، د قیامت په ورځ به داسې توره وي، ته به وایې چې بدن یې له تیارو څخه جوړ شوی دی. دغه حدیث که څه هم ضعیف دی مګر معنا یې صحیحه ده. ځکه، خوند، آسودګي، برکت، مړښت، خوشبویي او هغه نور چې په دنیا کې د ګناه او معصیت له لارې تر لاسه کېږي، د قیامت په ورځ به په عذاب، زړه تنګۍ، بې برکتۍ، بد بویۍ او تیارې باندې بدلېږي. مګر طاعات برعکس دي، لکه څنګه چې د روژه دار د خولې بد بویي او د شهید وینه د قیامت په ورځ له مشک څخه هم خوشبویه وي.
خورې! بې حجابي نفاق ده: رسول الله ﷺ فرمایي: «ستاسو تر ټولو غوره ښځې هغه دي چې مینه ناکې، اولاد زېږوونکې او ستاسو غم شریکې وي، په دې شرط چې تقوا مراعات کړي او ستاسو تر ټولو بدې ښځې هغه دي چې حجاب نه مراعاتوي، په ناز او نخرو تګ کوي، دا ډول ښځې منافقې دي، له همدې امله ډېر لږ شمېر ښځې جنت ته ننوځي» [مشکاة].

خورې! بې حجابي رسوایي ده: رسول الله ﷺ فرمایي: « هره ښځه چې د خاوند له کور څخه بهر بل ځای خپلې جامې وباسي او په ځمکه یې کېږدي، په حقیقت کې یې د الله او د هغې تر منځ پرده لرې کړې ده» [مشکاة].

خورې! بې حجابي بد عمل دی: ښځه عورت ده او د عورت ښکاره کول تر ټولو بد او کرغېړن عمل دی، ځکه الله تعالی فرمایي: {وَ إِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً قَالُوْا وَجَدْنَا عَلَیْهِ آبَاءَنَا وَ اللهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللهَ لا یَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ أَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللهِ مَالا تَعْلَمُوْنَ} (أعراف: 28) ینې: «کله چې هغوی کوم د شرم کار کړي، نو وایي چې همدا زمونږ د پلرونو کار و،او الله هم راته پرې امر کړی، ووایه (ای نبي) چې الله تعالی په بدۍ امر نه کوي، آیا په الله پورې هغه خبرې تړئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ».

خورې! بې حجابه ښځه د هغه ناپاک او مضر ویروس په څېر ده چې په اسلامي ټولنه کې فساد او فحشا خپروي: الله تعالی فرمایي: {إِنَّ الَّذِیْنَ یُحِبُّوْنَ أَنْ تَشِیْعَ الْفَاحِشَةُ فِی الَّذِیْنَ آمَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِیْمٌ فِی الدُّنْیَا وَ الْآخِرَةِ وَ اللهُ َیعْلَمُ وَ أَنْتُمْ لا تَعْلَمُوْنَ} (نور: 19) یعنې: «بېشکه د هغو کسانو لپاره چې د مؤمنانو په منځ کې د فحشا خپرول خوښوي، په دنیا او آخرت کې دردناک عذاب دی او الله تعالی پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ».

خورې! بې حجابي د شیطانانو کار دی: د آدم او حوا علیهما السلام کیسه مونږ دې ته متوجه کوي چې د الله تعالی دښمن (شیطان) ډېر خوښوي څو عورتونه بربنډ کړي، د حجاب پردې څيرې کړي او د فساد او فحشا لپاره لار پرانیزي. کولی شو ووایو چې د ابلیس یوازینۍ موخه د حجاب او پردې لرې کول و: الله تعالی فرمایي: {یَا بَنِیْ آدَمَ لا یَفْتِنَنَّکُمُ الشَّیطَانُ کَمَا أَخْرَجَ أَبَوَیْکُمْ مِنَ الْجَنَّةِ یَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِیُرِیَهُمَا سَوْءَاتِهِمَا} (أعراف: 27) یعنې: «اې د آدم اولادې! باید شیطان مو په فتنه کې وا نه اچوي لکه څنګه یې چې ستاسې مور او پلار له جنت څخه بیرون کړي او لباس یې ترې ویستلی و تر څو یې د شرم ځایونه ور بربنډ کړي».

نو ابلیس د بې حجابۍ او بربنډتوب د بلنې بنسټ اېښودونکی او پیل کوونکی دی او د هغو کسانو مشر دی چې د (ښځې د آزادۍ) د حرکت مشري کوي. په حقیقت کې د ټولو هغو کسانو لارښود دی چې د هغه اطاعت کوي او د الله تعالی نافرماني کوي او د هغو ښځو لارښود دی چې په خپله بې حجابۍ باندې مسلمانان بې لارې کوي او ځوانان فتنې او فساد ته راکاږي. رسول الله ﷺ فرمایي: «له ما څخه وروسته داسې هېڅ فتنه نشته چې د هغو ضرر او زیان سړیو ته له ښځو زیات وي».

خورې! بې حجابي د یهودو کار دی: یهود د ملتونو د له منځه وړلو او ویجاړۍ لپاره له ښځو څخه کار اخلي، داسې چې مختلفې مؤسسې یې جوړې کړي چې له بې حجابۍ څخه د وسلې په توګه پکې کار اخلي، رسول الله ﷺ فرمایي: «د دنیا او ښځې له فتنې څخه ډډه وکړئ، ځکه په بني اسراییلو کې تر ټولو لومړنۍ فتنه د ښځو له لوري وه».

د یهودو کتابونه هم په دې ګواهي ورکوي چې الله تعالی د صهیون لوڼو ته د بې حجابۍ له کبله جزا ورکړه، لکه څنګه چې د تورات په کتاب کې د اشعیای په درېیم څپرکي کې راغلي: «الله به ډېر ژر د صهیون لوڼې د بې حجابۍ او د دوی د پایزېبونو د شرنګهار له کبله مجازات کړي او د پایزېب، ګیسو، حلقه، النګو، برقع او سربند څخه بې برخې کړي».

سره له دې چې پیغمبر ﷺ د کفارو له اطاعت او تګلارو څخه مخنیوی کړی په ځانګړې توګه ښځو ته یې اخطار ورکړی مګر بیا هم د مسلمانانو ښځې دغه اخطار بابېزه ګڼي او د کفارو له تګلارو پیروي کوي تر دې چې د رسول الله ﷺ پیشګویي رښتیا شوه چې وایي: «تاسو به لوېشت په لوېشت، ګام په ګام د مخکینیو خلکو پیروي کوی، حتی که دوی د تمساح سوري ته ننوځي تاسو به هم ورننوځی». له پیغمبر ﷺ څخه پوښتنه وشوه چې له مخکینیو خلکو څخه مراد یهود او نصارا دي؟ هغه مبارک وفرمایل: نو څوک به وي؟
هغه ښځې چې نن ورځ د یهودو او نصاراوو له ښځو څخه تقلید کوي او یا د الله او پیغمبر له اوامرو څخه سرغړونه کوي؛ له هغو یهودو سره شباهت او نږدېوالی لري چې د الله تعالی په غضب باندې اخته شوي دي. هغه یهود چې د الله تعالی د ویناوو په مقابل کې به یې ویل: «سمعن و عصینا» یعنې مونږ واورېدل او سرغړونه مو وکړه. نو هغه ښځې چې د «سمعنا و عصینا» په څېر د الله تعالی ویناوې بابېزه ګڼي، له دغو یهودو سره څه توپير لري؟
الله تعالی فرمایي: {وَ مَن یُّشَاقِقِ الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لّهُ الْهُدَی وَ یَتَّبِعَ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّی وّ نُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَ سَاءَتْ مَصِیْراً}(نساء: 115) یعنې: «او څوک چې د رسول مخالفت ته وروسته له هغه ملا وتړي چې لاره ورته ښکاره شي او د مسلمانانو له لارې پرته په بل لور وګرځي نو مونږ به یې په همغه لو وګرځوو چې دی ورته ګرځېدلی او جهنم ته به یې ننه باسو هغه د ورتګ ډېر بد ځای دی».
خورې! بې حجابي جاهلیت دی: الله تعالی فرمایي: {وَ قَرْنَ فِیْ بُیُوْتِکُنَّ وَ لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْأُوْلَی} (أحزاب: 33) یعنې: «او په خپلو کورنو کې پاتې شئ او د لومړني جاهلیت په څېر ځانښودنه مه کوئ».
پیغمبر اکرم ﷺ د جاهلیت دعوا بده ګڼلې او له مونږ یې غوښتي چې هغه پرېږدو او لیرې ترې اوسو او همدارنګه د پیغمبر ﷺ په ځانګړنو کې راغلي دي چې: «… یُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبَاتِ وَ یُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبَائِثَ»( أعراف: 157) یعنې: «پاک څيزونه به ورته حلالوي او نا پاک څيززونه به ورته حراموي».
نو د جاهلیت دعوا لکه د بې حجابۍ د جاهلیت په څېر دی او دواړه ناپاک دي. رسول الله ﷺ د جاهلیت ټول عملونه منع او حرام ګرځولي لکه څنګه چې د حجة الوداع په خطبه کې فرمایي: «نن مې د جاهلیت ټول عملونه تر پښو لاندې کړل». په دې کې توپیر نشته که د جاهلیت بې حجابي وي، یا د جاهلیت دعوا، حکم، ګومان، تعصب، سود یا هر بل عمل وي.
خورې! بې حجابي حیوانیت او وروسته والی دی: بربنډوالی د حیواناتو طبیعت او ځانګړنه ده، هرکله چې انسان بربنډوالي ته لېواله شي، وروسته تګ ته ورنږدې کیږي او د انسانیت له مرتبې څخه سقوط کوي؛ هغه مرتبه چې فطرت یې په حجاب او پردې پورې تړاو لري او باید حجاب ته لېواله شي. په دې باید پوه شو چې هغه څوک چې بربنډوالی ښایست او ښکلا بولي، په حقیقت کې ناروغ فطرت او ناوړه ذوق لري او همدغه په وروسته والي باندې دلالت کوي.

باید په دې غور وشي چې د بشریت پرمختګ او پېشرفت په حجاب او پردې پورې اړه لري، او د ښځې حجاب له غیرت سره چې له روح څخه راټوکیږي؛ مستقیمه اړیکه لري. مګر بې حجابي له شهوت څخه راټوکیږي، ځکه چې شهوت انسان بې حجابۍ او اختلاط ته راکاږي. هر څوک چې چې دوهمه لاره (بې حجابي) وټاکي باید لومړۍ لاره (حجاب او غیرت) ترې قربان کړي او یا کېدی شي چې بې حجابي او اختلاط د غیرت انګیزه د انسان په داخل کې ووژني. نو دلته ده چې بې حجابي د فطرت په فساد، بې حیایي، بې غیرتي او بې احساسي باندې دلالت کوي، لکه څنګه چې ویل کېږي:
لحد الـرکبتین تشمرینــا بربک أی نهر تعبرینـا
کأن الثوب ظل فی صباح یزید تقلصاً حیناً فحینا
تظنین الرجال بلا شعور لأنک ربما لا تشعرینا
یعنې: ای ښځې چې له ګونډو پورته جامې اغوندې، له کوم سیند څخه اوړې؟ ستا جامې د سهار د تیارې په څېر دي چې شېبه په شېبه لنډېږي، ګومان کوې چې سړي نه پوهېږي مګر دا ته یې چې نه پوهېږې.
خورې! بې حجابي د فساد دروازې پرانیزي: څوک چې په شرعي نصوصو او تاریخي پېښو کې غور وکړي، د بې حجابۍ په دیني او دنیوي زیانونو به پوه شي، په ځانګړي ډول چې د بې حجابۍ تر څنګ د ښځې او سړي اختلاط هم وي.

په لنډه دا چې د بې حجابۍ پایله:
1. بې حجابه ښځې په حرام او غیر شرعي سینګار کې له یو بل سره په رقابت کې وي، حتی تر دې چې اخلاقي ارزښتونه هم تر پښو لاندې کوي او ډېر لګښت کوي. او ښځه د بې ارزښته مال په څېر په بازار عرضه کېږي تر څو د لیدونکو سترګې پرې ولګېږي.

2. بې حجابي د سړیو، ځوانانو او تنکیو زلمیو د بد اخلاقۍ سبب کېږي او هغوی د حرامو او بدو کارونو کولو ته راکاږي.

3. کورنۍ اړینکې ترینګلې کوي، د کورنۍ د غړو باور په یو بل باندې کمېږي چې پایله یې په ټولنه کې بې باوري او په د طلاق خپرېدل دي.

4. له ښځې سره په مختلفو سوداګریزو ډګرونو کې د تبلیغاتي او سوداګریزې آلې په توګه چلند کېږي.

5. بې حجابي د ښځې لپاره هم زیانمنه ده ځکه د اندامونو ښکاره کول په خپله د دروني ناپاکۍ او بد نیتۍ اعلان دی او همدا لامل دی چې د نادانو او شریره خلکو د آزار او اذیت لاندې راځي.

6. د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي: رسول الله ﷺ فرمایي: «هر کله چې په کوم قوم کې زنا تر دې حده خپره شي چې په ښکاره ډول ترسره کېږي، طاعون او نورې بېلابېلې ناروغۍ به په هغه قوم کې خپرې شي».

7. د سترګو زنا په آسانۍ سره تر سره کېږي، رسول الله ﷺ فرمایي: «دسترګو زنا کتل دي». او د سترګو ساتل چې نامحرمو ته ونه ګوري او مونږ د الله تعالی د رضایت لپاره ورباندې امر شوي یو؛ د بې حجابۍ له کبله ګران کار بلل کېږي.

هغه ټولنه چې د بې حجابۍ له امله فساد او فحشا پکې خپره شوې، پایله یې د عمومي عذابونو نازلېدل دي چې خطرونه یې له هسته یي بمونو او د ځمکې له لړزېدو څخه هم زیات دي، ځکه الله تعالی فرمایي: {وَ إِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُّهْلِکَ قَرْیَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِیْهَا فَفَسَقُوْا فِیْهَا فَحَقَّ عَلَیْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِیْراً} یعنې: «کله چې موږ وغواړو چې یو کلی هلاک کړو، بډایه خلک واک ته رسوو نو دوی فسق وکړي او به پای کې زمونږ خبره قطعي ګرځي او دلته دي چې هغه ځای په شدت سره ویجاړوو».
رسول الله ﷺ فرمایی: «که خلک منکر وویني او هغه تغیر او بدل نه کړي، ډېر ژر ده چې الله تعالی به یې په ټولیز عذاب باندې اخته کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

﴿٣٣﴾ وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ﴿٥٣﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ ۖ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ… نور لوستل »

غ.حضرت

بس شریکه موږ ته هغه حجاب معتبر دئ کوم چی په مطاف کی ئې ۸۰- ۹۰ % مسلمانی ښځی لری او بس.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x