روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د کرونا نوې بڼې اومیکرون د تشخیصولو آلې نه لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي چې په افغانستان کې د کووید-۱۹ ناروغۍ د نوې بڼې «اومیکرون» د تشخیص لپاره آلې او وسایل نه لري.

د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې د اومیکرون بڼې لسګونه پېښې ثبت شوي او د کرونا ضد یو شمېر محدودیتونه وضع شوي، خو په افغانستان کې ددې ناروغۍ پېښې د وسایلو د کمښت له کبله نه دي تشخیص شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د اټکل له مخې په تازه پېښو کې ۴۰ تنه په کرونا اخته شوي خو د تجهیزاتو د نشتوالي له کبله نشي کولی معلومه کړي څومره پېښې د اومیکرون بڼې دي.

اومیکرون د کووید-۱۹ یوه داسې نوې بڼه ده چې نښې یې کمزورې دي او ناروغ بېرته ژر ښه کیږي، خو ډیره خپریدونکې ده. دا په سویلي افریقا کې موندل شوې او د نړۍ لسګونه هېوادونو ته خپره شوې ده.

د افغان-جاپان روغتون مسئولین وایي چې هره ورځ له پنځلس تر شلو کرونا ناروغانو درملنه کوي خو د اومیکرون بڼې د تیشخیص لپاره اړین تجهیزات نه لري.

د یاد روغتون د بشري سرچینو مدیر محمد انیل عظیمي له روغتیا وزارته غوښتي تر څو په دې لړ کې بشپړ ګامونه پورته کړي او اړوند تجهیزات مهیا کړي.

هغه زیاتوي، «تر دې دمه د کرونا نوې بڼه نه ده تشخیص شوې، ځکه چې تجهیزات یې تر دې دمه نه دي رارسېدلي، له عامې روغتیا وزارته مو غوښتنه داده چې له اړوندو تجهیزاتو مو برخمن کړي.

له دې وړاندې د عامې روغتیا سرپرست وزیر عبد الباري عمر رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان او ملګري ملتونو څخه یې د اومیکرون د تشخیص د آلو غوښتنه کړې خو هغوی د مرستو ژمنه کړې چې لا نه ده عملي شوې.

بل لوري ته روغتیایي مسئولین اندېښنه ښيي چې د کمزورو نښو سره ممکن د اومیکرون بڼه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې خپره شوې وي، خو د سړې هوا له کبله چې زکام او تبه عامه ده د کرونا او په ځانګړې توګه د اومیکرون تشخیص ستونزه ګرځېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx