ورزش

د افغانستان نولس کلنه لوبډله په نړیوال جام کې نن لومړۍ لوبه ترسره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډله به نن په پنځوس اوریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د پي ان جي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

افغان لوبډله چې ویسټ انډیز ته په سفر کې یې ستونزې موندلې او له ټاکلي وخت څخه څو ورځې وروسته ورسېده، د تمریناتو سیالۍ له لاسه ورکړې او بیا هلته د درې ورځو لپاره قرنطین شوې وه.

کرکټ بورډ وایي چې له قرنطین پای ته رسېدو سره سم ۱۹ کلنو ځوانانو تمرینات پېل کړي او خپلې لوبې لپاره بشپړ چمتو والی لري.

د ۱۹ کلنې لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي ویلي، که څه هم ستونزې زیاتې وې او د اټکل سره سم تمرینات ونشول خو لوبډله یې پياوړې ده او په لوړ مورال به لوبې ترسره کړي.

د افغان ۱۹ کلنو او پي ان جي نولس کلنو لوبډلو سیالي به نن سه شنبه د ماښام په 5:30 دقیقې د ویسټ انډيز په دیاګو مارتین لوبغالي کې پېل شي.

پي ان جي یا پاپوا نیو ګینیا لوبډلې له دې وړاندې د زمبابوې ۱۹ کلنې سره لومړۍ سیالي ترسره کړې چې د ۲۲۸ منډو په توپیر یې ماتې منلې ده.

افغان ۱۹ کلنو لوبډله به له ننۍ لوبې وروسته په شلمه نېټه له زمبابوې او په دوه ویشتمه نېټه به د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلو سره سیالي ترسره کړي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره شپاړس لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوي دي چې له هر ګروپ څخه به دوه مخکښ لوبډلې دوهم پړاو ته، او له هغه ځایه به نیمه پایلوبو او پابلوبې ته لار مومي.

افغان لوبډله په ګروپ سي کې د پاکستان، زمبابوې او پي ان جي سره ځای لري. پاکستان او زمبابوې خپلو لومړۍ لوبو کې بریاوې خپلې کړي، خو افغان لوبډله به نن خپل بخت وازمایي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x