افغانستان

اسلامي امارت د بادغيس زلزله ځپلو ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۲۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): اسلامي امارت د بادغيس ولايت قادس ولسوالۍ د تېرې ورځې زلزله ځپلو سره غمرازي ښودلې او له هغوی سره يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندو مسؤلينو او د حوادثو ضد وزارت په شمول ټولو مربوطه ادارو ته امر شوی دی چې په بېړنۍ توګه زلزله ځپلو ته روغتيايي، خوراکي او لوژیستیکي مرستې ورسوي او د پاتې نورو خلکو په ژغورنه کې هم هڅه وکړي.

په ورته وخت کې اسلامي امارت له نړيوالو مرستندويه او بشري ټولنو هم غږ کړی دی چې په بادغيس ولايت کې له زلزله ځپلو سره مرستې او همکاري وکړي.

بايد وويل شي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د بادغيس ولايت قادس ولسوالۍ کې يوې نسبتاً زورورې زلزلې د دې ولسوالۍ بېلابېلې سيمې ولړزولې چې له امله يې د وروستيو شميرو له مخې ۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

همدا راز د تېرې ورځې پېښه کې نږدې ۸۰۰ کورونه نړېدلي او زيانمن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx