دیني، سیرت او تاریخ

د منافق نښې او صفتونه

محمد علي عظمت

۱ــ د زړۀ ناروغي:
الله سبحانه و تعالی وايي: «د هغوی په زړونو کې مرض دی». (د بقره سورت ۱۰ ایت)
د منافق په زړه کې د زړه د رنځ ستره برخه وي، کله چې خالص منافق وي. او که د ایمان څه برخه په کې وي نو بیا د منافقانو صفات په کې شتون لري.

همدا شان د نفاق رنځ دوه ډوله دی:
(الف): د شبهې رنځ
(ب): د شهوت رنځ
د شبهې رنځ هغه دی چې الله جل جلاله بیان کړی: «د دوی په زړونو کې مرض دی» (د بقره سورت ۱۰ ایت)
او د شهوت رنځ هغه دی چې الله عزوجل هغه تشریح کړی دی: «ځکه چې د چا په زړه کې ناروغي وي د هغه به بې ځایه طمعه پیدا شي» (د احزاب سورت ۳۲ ایت)

۲ــ په عبادت کې تنبلي (عبادت ورته سخت برېښېدل):
الله جل جلاله وايي: «کله چې دوی لمانځه ته پاڅيږي نو یوازې خلکو ته د ځان ښودنې لپاره مړژواندي پاڅيږي او الله جل جلاله ډېر لږ یادوي» (د نساء سورت ۱۴۲ ایت)
همدا شان الله عزوجل وایي: «لمانځه ته چې راځي نو زړۀ نا زړۀ راځي او د الله په لار کې چې لګښت کوي، نو په بد زړۀ یې کوي» (د توبه سورت ۵۴ ایت)

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وايي: «تلک صلاة المنافق یجلس یرقب الشمس حتی اذا کانت بین قرنی الشیطان قام فنقرها اربعا لا یذکر الله فیها الا قلیلا» (رواه مسلم)
ژباړه: دا د منافق لمونځ دی، هغه ناست وي، لمر څاري، تر دې چې هغه (لمر) د شیطان د ښکرو ترمنځ وي،  بېا دی (هغه کس) پاڅيږي، نو څلور ټونګرې ووهي، الله جل جلاله ډېر لږ په کې یادوي.

ریا او په عبادت کې تنبلي دواړه د منافقت له نښو څخه دي.
۳ــ ریاء او ځان ښودنه:
د منافقت کښت په درواغو او ریاء سره راټوکیږي او بېا پرې دریږي. له حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما روایت دی، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «اکثر منافقی امتی قراؤها». رواه ابن المبارک (۴۵۱) و احمد (۲/۱۷۵).
ژباړه: زما د امت زیاتره منافقان به قاریان وي.
امام بغوي رحمه الله وایي: د دې معنا دا ده چې هغه په عمل کې له نه اخلاص (اخلاص نه کولو) سره روږدی شوی وي.

۴ــ د عقیدې نه ټينګوالی:
الله سبحانه و تعالی وايي: «(منافقان) د کفر او اسلام په منځ کې حیران دریان دي، نه پوره دېخوا ته دي او نه پوره هاخوا ته. الله جل جلاله چې څوک ګمراه کړی وي ته هغه ته کومه لاره نه شې موندلی» (نساء سورت ۱۴۳ ایت)
هغوی (منافقین) متردد او شکمن وي، نه له مسلمانانو سره ټينګ دریږي او نه له کافرانو سره ثابت پاتې کیږي، تل پرېشانه وي، په ثابت او مستقیم حالت نه ټينګیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی حالت څه ښه بیان کړی:
عن ابن عمر رضي الله عنهما، قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: «مثل المنافق کمثل الشاة العائرة بین الغنمین تعیر الی هذه مرة و الی هذه مرة» رواه مسلم
ژباړه: د منافق مثال د حېرانې میږې (ګډې) په څیر دی، چې د دوو ګډو ترمنځ وي، کله یوې ته ورځي کله بلې ته.
منافقان هم له یوې ډلې سره ثابت نه دریږي، حېران درېان وي، نه له مؤمنو مسلمانو سره پټ او ښکاره دریږي او نه له کافرانو سره په پټه او ښکاره یاري کوي. نو ډېر بد او ناوړه دی هغه کس چې دا ډول صفتونه لري.

۵ــ درواغ، خیانت او غدر کول:
عن أبي هریرة رضی الله عنه أن رسول الله صلی الله علیه وسلم، قال: «آیة المنافق ثلاث: أذا حدث کذب و اذا وعدأ خلف و اذا ائتمن خان» متفق علیه
ژباړه: له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: منافق درې نښې لري، کله چې خبرې کوي درواغ وایي، چې وعده وکړي هغه ماتوي او کله چې امین وګڼل شي خیانت کوي.
عن عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: «اربع من کن فیه کان منافقا خالصا و من کانت فیه خصلة منهن کانت فیه خصلة من النفاق حتی یدعها اذا اؤتمن خان و اذا حدث کذب و اذا عاهد غدر و اذا خاصم فجر» متفق علیه
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، وایي: بېشکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: په چا کې چې څلور نښې وي هغه خالص (سوچه) منافق دی او په چا کې چې له دې څخه یو خصلت وي، نو په هغه کې د منافقت یو خوی (خصلت) دی، تر څو هغه پریږدي: کله چې امین وګڼل شي خیانت کوي، کله چې خبرې کوي درواغ وايي، کله چې ژمنه وکړي، په هغه نه دریږي او کله یې چې له چا سره لانجه وي کنځا کوي.

دلته له نفاق څخه د عمل نفاق مراد دی او دا رایه امام قرطبي رحمه الله غوره کړې ده. پوهان وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی (منافقانو) څرګندې نښې ښودلې دي، ضمائر یې خبیث او د زړونو رازونه یې پټ دي. مسلمانانو ته خپله مینه، محبت، دوستي، وفا او د زړه صفا څرګندوي، ولې له کینې، حسد او بغض نه یې زړونه سوځي، مسلمانانو ته صلاح او تقوی ښکاره کوي، خو د دوی زړونه له نفاق، ټګي او دروغو نه ډک وي.

نو ای مسلمانه! له دې ناوړه خویونو (درواغو، خیانت او ټګۍ) څخه ځان وساته او په دې دریو خویونو (رښتېا ویلو، امانت او وفا) باندې ځان سمبال کړه.

۶ــ په طاغوت باندې پرېکړه کول:
کله چې منافقان د شخړې او لانجې پرمهال د پرېکړې له پاره قرآن او سنت ته را وبلل شي؛ له دې انکار کوي او مخ ترې اړوي. منافق د فیصلې له پاره نور خلک خپل طاغوت ته ور بولي. الله جل جلاله وایي: «(اې نبي!) تا هغو خلکو ته نه دي کتلي چې دعوه کوي: مونږ پر هغه کتاب چې تا ته راغلی دی او پر هغو کتابونو چې له تا مخکې نازل شوي وو، ایمان راوړی دی؟ خو غواړي چې خپلې چارې د فیصلې له پاره د طاغوت (شیطان) لوري ته وړاندې کړي. حال دا دی چې هغو ته له طاغوت څخه د منکرېدو حکم شوی و. شیطان غواړي هغوی وغولوي او له سمې لارې څخه یې ډېر لرې وباسي.
او کله چې هغوی ته ویل کیږي: راشئ! د هغه شي لور ته چې الله جل جلاله نازل کړی دی. او راشئ! د پېغمبر لوري ته نو ته به دغو منافقانو ته ګورې چې ستا لوري ته له راتګ څخه بیخي ځانونونه ګوښه کوي.» (د نساء سورت ۶۰، ۶۱ ایتونه)

۷ــ د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ردول:
د دوی (منافقانو) له صفاتو څخه دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څه راوړي پر هغه باندې دوی د خپلو مشرانو خبرې وړاندې (مقدمې) ګڼي، هغه چې څه راوړي هغه وروسته کوي او داسې انګېري چې اصل (سمه) خبره د دوی د مشرانو ده. نو هر څوک چې د هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) له کلامه مخ اړوي او د نورو اقوال را وړاندې کوي هغه منافقان دی.

۸ــ د حق پټول:
د هغوی (منافقانو) له صفاتو څخه دا هم دی چې حق پټوي، د انبیاؤ کرامو علیهم السلام وارثان ښه پېژني خو کله چې دوی (منافقان) د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم لوري ته را بولي، نو هغوی د بېلارېتوب، ګمراهي او بدعت په تور یې تورن کړی، همدا شان د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارثان چې له دنیا څخه بې رغبتي څرګنده او د اخرت خوا ته بلنه پېل کړي، نو منافقان بېا په تهمتونو لاس پورې کړي، وایي: دا وګړي په ښکاره عبادت کوي ولې په پټه په فسق او فجور اخته دي. دوی (منافقان) دا څرګندونې کوي او د کمزورو مسلمانانو اذهان او افکار پرې ګډوډوي، دا ظالمان (منافقان) حق ښه پېژني ولې حق پټوي.

۹ــ په زمکه کې فساد خپرول:
الله عزوجل وایي: «او کله چې هغوی ته وویل شي: په زمکه کې فساد مه خپروئ! نو دوی ووايي: مونږ اصلاح کوونکي یو، یاد لرئ همدا کسان فساد خپرونکي دي، خو هغوی ته د دې خبرې احساس نشته» (د بقره سورت ۱۲ ایت)
نو فساد پخپله قولا او عملا کفر دی، ځکه سرغړونه کول او پر هغه امر کول فساد او له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه بغاوت دی.

تر هر څه لا ډېره بده دا چې: منافقان د جهاد د پرېښودلو او ترک کولو وصیت او سپارښتنه کوي؛ الله جل جلاله وايي: «کوم کسان چې (د تبوک غزا نه) بېرته پاتې شوي وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تللو وروسته (په کورونو کې) ډېر خوشحاله وو او دا یې بده ګڼله چې په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله جل جلاله په لاره کې جهاد وکړي او ویل به یې (په دې ګرمي کې مه وځئ)؛ ووایه: د جهنم اور خو ډېر ګرم دی! کاش! دوی پوهېدای» (د توبې سورت ۸۱ ایت)
نو منافقان خپله هم له جهاده تښتي او نور هم ترې ایساروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx