
د دولتي مامورینو د دوه نورو میاشتو معاشاتو ورکولو لړۍ پیلیږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د وزیرانو شورا لخوا د درې میاشتنۍ بودیجې له تصویب وروسته د مالیې وزارت ټولو دولتي مامورینو ته د دوه نورو میاشتو د معاشاتو د ورکولو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل لخوا رسنیو ته په استول شوي تیلیفوني پیغام کې ټولو دولتي اداراتو ته خبر ورکړل شوی چې د ماليې وزارت د اصولو سره سم باید د «لړم او لیندۍ» میاشتو د معاشاتو او تخصیصونو جدولونه تکمیل او د یاد وزارت د خزانو ریاست ته وسپاري، ترڅو یې معاشات ورکړل شي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته دا پنځمه میاشت ده چې د دولتي مامورینو معاشات اجراء کیږي. تردې وړاندې مالیې وزارت د دولتي مامورینو د زمري، وږي او تلې د میاشتو معاشات اجراء کړي وو او دادی اوس یې د دوه نورو میاشتو د معاشاتو د ورکړې لپاره د چمتووالي په اعلان سره هغه ګنګوسو ته ځواب ووایه چې ګواکې د مالیې وزارت په خزانو کې د دولتي مامورینو د معاشاتو د اجراء لپاره کافي بودیجه شتون نه لري.
حکومتي مامورین د مالیې وزارت له دغه اعلان څخه هرکلی کوي؛ خو غوښتنه یې داده چې باید د معاشاتو د ورکړې سیستم کې د اصلاحاتو په راوستلو سره باید چټکتیا رامنځته شي.