نظــر

مادیات که معنویات؟

عبدالجبار وحدت

که څومره هم د مادیاتو د رجحان لپاره هڅه وشي او یا یو څوک ارزښت ورکړي، بیا هم معنویات -معنویات دي.

منم حلالې پیسې ښه شی دي، مګر هر څه نه دي.

د ژوند مفهوم یوازې مالي او پولي بازار ندی چې فقط مالي راکړې ورکړې به پکې تر سره کېږي.

نه نه! داسې بالکل نده، دا خلک عارفانه تجاهل کوي، دلته د علمیت، تفکر، معقولیت، عقلانیت، منطق، ارزښتونو، تحلیلونو او علمي لیدونو موضوعات خورا لوړ، مهم او مطرح دي، هو پدې شرط چې معنویات وساتل او وستایل سي، موږ د اسلامي او غربي اقتصاد له سترو توپیرونو څخه یو دا توپیر یادوو چې غربي اقتصاد یوازې او یوازې مادیات/پیسې په پام کې نیسي، ارزښت ورته ورکوي او بس، مګر اسلامي اقتصاد ددې برعکس له مادیاتو سره، سره معنویات هم په پام کې لري، ارزښت ورکوي او د ژوند مهمه برخه یې بولي او مادیات پرته له معنویاتو د بې روحه ماشین په قالب کې د پیسو سره مشابه کوي.

له بده مرغه پانګوال نظام او سیستم د هر څه لپاره معیار زر بولي چې تاثیر او تاثر یې له پانګوال سیستم سره تش په نوم  کرکه کوونکو ټولنو کې خورا زیات لیدل کېږي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

داسلام دسمی پوهی له مخه اسلام مادیات او معنویات لازم او ملزوم بولی. یو ته زیاته توجه داسلام له اصولو سره توافق نلری. دابن عمر او علی کرم الله وجهه خبره چه ددنیا کار داسی وکړه لکه چه همیش زوندی پاته کیږی او داخرت لپاره داسی کار وکه لکه چی سبا مړ کیږی. ابن اثیر وایی دزمکی استعمار فرض دی. نور قرانی او دحدیثو نصوص همدی ته اشاره لری.
زما په نظر اقتصاد ته دغرب په ډول توجه کول واجب دی. قوی اقتصاد داسلام دلوړی او اعلای کلمة الله یو شرط بللی سو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx