ټولنیزه برخه

معززو واوري…….!

جلال الدین تاجوال
دغه یوې خبرې ته د بعضو ملګرو توجه غواړم چې هر کار چې کوئ، هر مسلک کې چې یاست، هر چیرته چي زده کړې او په هره کچه کوي، هر چيرې چې مسؤلیت او صلاحیت لري خو پام چې ترتیب او نظم مه خرابوئ، علیا او ادنا مه سره ګډوئ، دين او بې دیني دواړه نه کیږي.

ډاکټران شئ، ساینسدانان، کمپیوتر پوهان، انجنیران، د لوړ مهارت تخنیکیان شئ، په خپلو لوڼو او زامنو تعلیم وکړئ، ممانعت نه شرعي شته ان شاالله نه عرفي، خو صرف بحث دادی چې تر ټولو مسایلو، تر ټولو امورو، مادیاتو او هر څه به د الله ج او د هغه د دین لحاظ کوئ( تر ټولو لومړی شريعت دی) شعار درسره واخلئ.

سبحان الله دا ډیر نادره غلط فکر او غلط تصور ده چې سړی ووايي چې په چا کار مه لره د وطن ابادۍ ته خیال کړه نور اسلامي هیوادو ته وګوره.

وروره! د شریعت ماخذ نور اسلامي هیوادونه او د هغوی کړنې نه دي، زموږ دین هر کار ته ترتیب او هر مشکل ته حل لري، زموږ دین د ترقۍ خلاف نه دی، د ټکنالوژۍ او عصریتوب خلاف نه ده، صرف دین دا غواړي چې پرمختګ وکړي، ترقي وکړي خو د اصولو او حدودو په چوکاټ کې د الله ج حدود او اصول مه ماتوئ، کنه بیا به د خپلې ترقۍ او عصریتوبه څخه په تکلیف یاست، د مسلمانۍ او خصوصاً د ایمان تقاضا داده چې دین دې د مسلمان په هر کار کې دخیل وي، د ۱۴۰۰ کلونو را هیسې چې چا په دې دین عمل کړی ددې ټول عمر څخه دي یو څوک یو وړ مثال راوړي ودې وايي چې دین زموږ د ترقۍ خنډ سو یا دین زموږ غوښتنو ته بې ځوابه پاته شو.
نو د داسې ښېګڼو او احساناتو دین سړی ولې هر چېرې یاد نکړي، سړی ولې فخر پرې ونکړي، سړی یې دفاع ولې ونکړي.
نو خبره داده چې په اسلام ژوند کول، اسلام پر ټولو امورو غالب ګرځول دداسې چا امر دی چې هغه موږ پیداکړي یو نه د اِمارت امر دی، نه د وزیر داخله او خارجه، نو الله ج په هغو شیانو چې انسان ته ګټه او تاوان کوي، ډیر پوهیږي.

حسبي الله لا إله إلا هو عليه توكلتُ وهو ربُّ العرش العظيم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx