دیني، سیرت او تاریخ

خورې! حجاب د حکیم ذات امر دی

لیکوال: ابو شاکر مسلم
ژباړه: خدیجه وردګ

باید پوهه شې چې حجاب د با حکمته الله امر دی، د ښځې لباس د هغې د پلار د روزنې، د ورور د غیرت، د خاوند د نارینتوب او د مور د پاملرنې ښکارندوی کوي او له هر څه وړاندې په ښځه کې د الله تعالی د څارنې حس ژوندی ساتي.

مریم علیها السلام ته یې وویل: ﴿يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا﴾(مریم: ۲۸). ژباړه: اې د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړی نه و او نه دې مور بد کاره ښځه وه.
هغې ته یې ورور، پلار او مور وریاد کړل ځکه د هغوی په صلاح کې د هغې صلاح نغښتې ده. نو هر کله چې ورور، پلار، مور او خاوند صالح وي، لور یې هم صالحه وي.

اې قدرمنې خورې! ستا شرعي حجاب د دې ښکارندوی کوي چې ته د ښکلي فطرت درلودونکې یې؛ هغه فطرت چې د الله د رضایت سبب ګرځي او تا د دښمنانو له چټلۍ او نجاست څخه پاکه ساتي.
نو له شرعي حجاب څخه تېښته د دغې ښکلا د زیانمنېدو لامل کېږي، زه په داسې حال دغه خبرې مسلمانو نجونو ته کوم چې د دوی حجاب د تندیو د عار او شرم سبب شوی.
نو ای لورې او ای خورې! د محمد ﷺ لپاره د هغې ورځې لپاره ویاړ او افتخار وګرځه چې ټول خلک پکې له خپلو رهبرانو سره راغوښتل کېږي او هم خپله ښکلا وساته.

خورې! الله تعالی تا ته فرمایي: {وَ قُلْ لِّلْمُؤْمِنَاتِ یَغْضُضْنَ مِنُ أَبْصَارِهِنَّ وَ یَحْفَظْنَ فُرُوْجَهُنَّ وَ لا یُبْدِیْنَ زِیْنَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَ لْیَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَی جُیُوْبِهِنَّ}.
ژباړه: «مؤمنو ښځو ته ووایه: خپلې سترګې له (نامحرمو) څخه ښکته واچوئ، عورتونه مو وساتئ او خپل سینګار مه ښکاره کوئ مګر په هغه اندازه چې ظاهر دی و خپل ټیکري په خپلو سینو باندې خواره کړئ».

او همدارنګه فرمایي:{وَ قَرْنَ فِیْ بُیُوْتِکُنَّ وَ لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْأُوْلَی}(احزاب: ‌33) یعنې: «او په کورونو کې پاتې شئ او د لومړني جاهلیت په څېر ځانښودنه مه کوئ».
خورې حجاب عفت او پاک لمني ده: حجاب عفت دی او الله تعالی په حجاب باندې التزام او پابندي د عفت او پاک لمنۍ نښه بولي، لکه څنګه چې فرمایي: {یَا أَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّأَزْوَاجِکَ وَ بَنَاتِکَ وَ نِسَاءِ الْمُؤْمِنِیْنَ یُدْنِیْنَ عَلَیْهِنَّ مِنْ جَلابِیْبِهِنَّ ذَالِکَ أَدْنَی أَن یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ}
یعنې: «ای نبي! خپلو مېرمنو، لوڼو او مؤمنو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو جلباب راخور کړئ، په دې سره د دوی (عفت او پاک لمني) تر ټولو ښه معلومېږي او د آزار لاندې به نه راځي».

خورې! حجاب پاکي او له چټلیو څخه ځان ساتنه ده: الله تعالی فرمایي: {وَ إِذَا سَأَلْتُمُوْهُنَّ مَتَاعاً فَسْأَلُوْهُنَّ مِن وَّرَاءَ حِجَابٍ ذَالِکُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوْبِکُمْ وَ قُلُوْبِهِنَّ} (احزاب: 53)
یعنې: «او کله چې له دوی څخه څه شی غواړئ نو د پردې تر شا یې وغواړئ، دا کار ستاسو او د هغوی د زړونو د پاکۍ لپاره غوره دی».

الله تعالی په دغه آیت کې حجاب د پاکۍ او د سړیو او ښځو د زړونو د طهارت نښه بولي، ځکه سترګې که څه شی ونه ویني، زړه د هغه غوښتنه نه کوي. مګر که سترګې څه شی وویني حتماً زړه د هغه غوښتنه کوي او د هغه لېواله کېږي یا شاید ویې نه غواړي او لېواله یې نه شي. نو که چېرې سترګې څه شی ونه ویني، زړه پاک پاتې کېږي او انسان له فتنو او فساد څخه هم په امان کې وي، نو ځکه حجاب د ناروغو زړونو غوښتنې له منځه وړي.

خورې! حجاب لباس دی: رسول الله ﷺ فرمایي: «الله تعالی ډېر با حیا او پرده پوښ دی او حیا او ستر یې خوښېږي». او همدارنګه فرمایي: «هره ښځه چې له خپل کور څخه بهر جامې وباسي، الله تعالی یې پرده له منځه وړي». یعنې جزا د عمل له جنس څخه ده [سلسلة الصحیحة].

خورې! حجاب پرهېزګاري ده: الله تعالی فرمایي: { یا بَنِیْ آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَیْکَمْ لِبَاسًا یُّوَارِیْ سَوْآتِکُمْ وَ رِیْشاً و لِبَاسُ التَّقْوَی ذَالِکَ خَیْرٌ} (أعراف: 26) یعنې: «ای بني آدمه! بېشکه چې مونږ ستاسو لپاره لباس برابر کړ تر څو ستاسو عورتونه وپوښي او هم ستاسو د ښایست سبب کېږي او د تقوی لباس تر ټولو غوره لباس دی».

خورې! حجاب ایمان دی: الله تعالی یوازې مؤمنو ښځو ته خطاب کوي او فرمایي: {وَقُلْ لِّلْمُؤْمِنَاتِ} یعنې (مؤمنو ښځو ته ووایه) او همدارنګه فرمایي: {وَ نِسَاءِ الْمُؤْمِنِیْنَ} یعنې (د مؤمنانو مېرمنې).

کله چې د بنو تمیم قبیلې ځینې ښځې ام المؤمنین عایشې رضی الله عنها ته ورغلې په داسې حال کې چې نرۍ جامې یې پر تن وې، عایشې رضی الله عنها ورته وویل: «که تاسو مؤمنې یاست نو دغه جامې د مؤمنانو نه دي، او که چېرې مؤمنې نه یاست نو کولی شئ چې دغه ډول جامې واغوندئ».

خورې! حجاب حیاء ده: رسول الله ﷺ فرمایي: «هر دین اخلاق لري او د اسلام د دین اخلاق حیاء ده». او په بل ځای کې فرمایي: «حیاء له ایمان څخه ده او د ایمان ځای جنت دی». او همدارنګه فرمایي: «حیاء او ایمان له یو بل سره یو ځای دي که یو لرې شي بل هم لرې کيږي». ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها فرمایي: «په هغه کوټه کې چې رسول الله ﷺ او زما پلار خښ شوي وو، زه به ورننوتم او جامې به مې په ځمکه اېښودلې، ویل به مې چې یو مې پلار او بل مې خاوند دی. مګر په الله قسم یادوم له کله چې عمر رضی الله عنه هلته خښ شو، هر وخت به چې کوټې ته ننوتم، له عمر څخه د شرم او حیاء له کبله به مې جامې په بدن پورې کلکې نیولې».
نو په پای کې حجاب د حیا او شرم بېلګه ده چې د ښځې په خلقت کې نغښتې ده.

خورې! حجاب عزت دی: حجاب له هغه عزت سره چې د سړي طبیعت د هغه په اساس بناء شوی، متناسب دی. البته د هغه سړي طبیعت چې له سلیم فطرت څخه برخمن دی او دا نه خوښوي چې د خاینانو سترګې او نظرونه دې د هغې په مېرمن او لوڼو باندې ولګېږي.

که تاریخ ته وګورو، وینو چې د جاهلیت او اسلام په دوران کې زیاتره جګړې په ښځو باندې د ننګ او غیرت د نه شتون له کبله پېښې شوي دي. علي رضی الله عنه د خپل خلافت پر مهال وفرمایل: «زه خبر شوی یم چې ستاسو ښځې په بازارونو کې د کافرو سړیو سره څنګ په څنګ ګرځي، آیا ستاسو ننګ او غیرت نه راپارېږي؟ پوه شئ که تاسو غیرت نه لرئ نو په تاسو کې هېڅ خیر نشته».

شیخ محمد طاهر بن عاشور د زیتون په جامع جومات کې د جمعې د ورځې په خطبه کې ویل: دا د چا ښځې دي چې په بازارونو کې ګرځي؟
خلک چوپ و… شیخ بیا وپوښتل: دا د چا ښځې دي چې په بازارونو کې ګرځي؟ شېخ کېناست او بېرته پاڅېد او ویې ویل: ستاسو په لمونځونو کې هېڅ خیر نشته په داسې حال کې چې ستاسو ښځې بربنډې دي، په همدې خبره یې بسنه وکړه او خطبه یې پای ته ورسوله او ویې ویل: اقموا الصلاة (لمونځ وکړئ) [آشنایی با علمای اسلام ۲۳۵].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x