شعـــــرونه

ازاد شو وطن/ حيدري

محمد اغا حيدري

زمونږه هیلې پوره کیږي نور ازاد شو وطن
په اسلامي شرعي نظام باندې اباد شو وطن

په مونږه نوره خوشحالی شوله غمونه لاړل
له ښایسته سولې سره دلته چې نامزاد شو وطن

خپلواک ساتلو کې یې بیا زلمو سرونه ورکړل
هم د تکبیر په ولولو کې زنده باد شو وطن

یو څو مغرضو اچولی شور ماشور میډیا کې
دا هسې غورې دي چې وایي نن برباد شو وطن

هره شېبه هره لحظه دلته وژل ویشتل وو
په غږ د امن سره خلاص نور له فریاد شو وطن

تا یرغلګر دلته ټوک ټوک کړله اصیل بچیه!
درباندې ویاړمه افغانه! په تا ښاد شو وطن

ړنګ شولو دلته د یرغل او خود سریو نظام
پس له ډېر وخته یوه امر ته منقاد شو وطن

حیدري! لیکمه تاریخ ستا اسلامي نظامه
ستا په راتللو سره ټول جهاد جهاد شو وطن

کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx