نظــر

په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې علتونه

استاد عبدالجبار وحدت

په تېره برخه کې ما په غربت تفصیلي بحث وکړ، ډولونه یې او د بېلابېلو علماوو نظریات او آندونه مو په دې اړوند واضح کړل، موږ وخت پر وخت په اړینو اقتصادي مسایلو بحث کړی، هغه مسایل کوم چې د هیوادوالو اقتصادي درد دوا کولی شي، له دآ ډول لیکنو مو موخه د رب تعالی رضا او د بې وزله هیوادوالو د ستونزو لپاره د حل لارو موندل دي، هدف مو نه د چا خوشحالول او نه د چا خپه کول دي، نه په چا بېځایه نقد کوو، نه منفي ګرایه یو.
راځم اصل موضوع ته چې په افغانستان کې د فقر اساسي علتونه څه دي؟ ولې له دا ډول بدمرغۍ سره مخ یو، ولې مو سرانه عاید کم دی، ولې مو اقتصادي وضعیت داسې نه دی، لکه څرنګه یې چې د نورمال انسان لپاره اړین وي، ولې مو د ژوند کچه ټیټه ده.
د دې لپاره چې د لوږې مخه مو نیولې وي، په مسلکي لحاظ یې باید په علتونو مفصل بحث وکړو.

په افغانستان کې د بې وزلي او لوږې علتونه:
د نړیوال بانک د تازه راپورونو په اساس تر ۷۳۶ میلیونه پورې وګړي په مطلق فقر کې ژوند کوي، چې هند تر ۲۴٪ مطلق فقیرو وګړو اوسیدو په لحاظ په لومړۍ درجه او شمالي امریکا د ۱٪ غریبو وګړو په اوسېدو سره په وروستي قطار کې ځای لري او ۶٪ غریبان په نړیواله کچه د اسیا د جنوب پورې اړوندېږي چې له بده مرغه افغانستان هم پکې شامل دی.

په هرو دوو کې یې یو بې وزله دی، د احصایې د ملي ادارې د تخمین په اساس ۳۵ میلیونه ته نفوس رسېږي چې تقریباً تر ۱۷ میلیونه زیات وګړي د فقر په حالت کې ژوند کوي، ممکن دا ارقام اوس نور هم تغیر شوي وي.

د فقر اړوند مختلف اقتصادي نظامونه بېلابېل نظریات لري:
د راهبانو اند دادی چې فقر یو داسې مرض نه دی چې باید علاج یې وشي، بلکې هغه څه دي چې موږ خدای پاک او اخرت ته نږدې کوي، مانا دوی فقر ته د بد څيز په سترګه نه ګوري، مګر د اسلام کامل دین دا نظریه بالکل ردوي او ان د رسول الله(ص) هغه دعا ښه ثبوت دی چې له فقر څخه پنا غواړي، کپیټلیزم یې د انساني ازادۍ نشتون د اساسي علت په توګه بولي، مګر سوسیالیزم یې ازاد بازار او انساني ازادي اساسي علت بولي.

یو تعداد یې بیا د خدای تعالی له لورې بولي، چې باید په لوږه صبر وشي.
مګر د اسلام اقتصادي نظام یې د منابعو څخه درسته استفاده نه کول، درستي پالیسۍ نشتون او انساني غفلت د فقر اساسي علتونه بولي.
د فقر اساسي ریښه په دوو برخو وېشل شوې ده، چې یوه ته یې ټاکنیز یا انتخابي او بل ته یې نا ټاکل شوی، یا تحمیلي غربت وایي.

ټاکنیزه لوږه:
پدې مانا چې پخپله فرد د لوږې سبب شوی وي، یا دا حالت دده د کړنو سره تړلی وي، که یو کس درست مالي مدیریت نه کوي، د ژوند په چارو کې درست اقتصادي پرنسیپونه نه کاروي، نو همدا لوږه ترې رامنځته کېږي چې ټنبلي یې اساسي علت کېدلی شي، ځکه حضرت علي (رض) فرمایي: څوک چې د کار له امله د سختۍ زغم نه لري، نو لوږه دې وزغمي.

تحمیلي لوږه:
بيا یو داسې حالت دی چې افراد په دې کې رول نه لري، بلکې په غیر ارادي ډول رامنځته کېږي چې محیطي، سیاسي او اقتصادي عوامل په ځان کې رانغاړي.
زلزله، وچکالي یا توپانونه، همدارنګه اقتصادي ناسم روابط، انفلاسیون، اقتصادي نوسانات، د عاید نا عادلانه وېش، د کاري فرصتونو نه موجودیت، د حقیقي عاید ټیټوالی، د بشري پانګې کمزوري یا نه مدیریتول، هغه څه دي چې په پایله کې یې تحمیلي فقر رامنځته کیږي.

د دولتونو بې پلاني:
حتی د دې سلنه ان تر اویا(۷۰) پورې ښودل شوې ده. د یوې منظمې ستراتيژۍ نه شتون هرڅه د سوال او ګډوډۍ سره مخ کوي، ستراتیژي هغه څه ده چې موږ ته د ټاکلو اهدافو تر لاسه کولو لارې چارې روښانه کوي، له بده مرغه چې دلته ډېری وخت دولتونه بې پلانه پاتې شوي دي، په ځانګړي ډول په اقتصادي لحاظ دلته منظم اقتصادي موډل نه دی جوړ شوی.

بیکاري:
بیکار هغه چاته وايي چې د (۱۵-۶۵ ) کلنو تر منځ عمر ولري او د کار په لټه کې وي، خو بیا هم د درامد او کار منبع پیدا نه کړي. کار هغه څه دی چې پر مټ یې تولید تر سره کیږي، سړي سر عاید ورسره زیاتېږي، د کورنیو د ژوند سطحه ورسره لوړېږي، د ګڼ شمېر افغان بیکارو ځوانانو شتون ددې ستونزې اساسي عامل دی، بیکاري لوږه زیږوي او لوږه په سلونو ستونزې زېږوي.

دوامدارې شخړې:
د ټولو زیربناوو له منځه وړلو اساسي عامل همدا جنګ دی، اوږدمهاله جګړې هغه څه دي چې د هیواد فابریکې او اقتصادي بنسټونه له رکود سره مخ کوي، د بوديجې زیاته برخه نظامي لګښتونو باندې مصرفوي، ځوانان فرار ته مجبوروي او هېواد بالکل له صادراتي حالت څخه وارداتي حالت ته ورګرځوي. د یوې څېړنې په اساس روانو جګړو په افغانستان کې د 200 میلیارده ډالرو شاوخوا کې زیان اړولی دی او د جګړو په پایله کې د ۵۷۴ شاوخوا کې فابریکې له بده مرغه ویجاړې شوي دي.

وچکالي، نباتي ناروغي د ملخانو هجوم:
زموږ هېواد کرهڼیز هیواد دی، اقتصاد یې هم زراعتي دی، زیاته کتله ځوانان ان تر ۸۵ سلنې پورې په زراعتي سکتور کې په کار بوخت دي، نو په دې اساس وچکالي او نباتي ناروغي ددې سترې سلنې ځوانانو د بیکارۍ سبب ګرځي او دا حالت خپله لوږه زېږوي.

بېسوادي:
د ۶۵ سلنه بې تعلیمه وګړو شتون ددې ستر ثبوت دی او د یو میلیون او دوه سوه زرو ماشومانو بوختیا په شاقه او درنو کارونو کې. بې سوادي هغه څه دي چې د عدم تخصص ستونزه زېږوي او تولیدي اغېزمنتوب او مولدیت له بینه وړي، له بده مرغه د درییمې نړۍ هېوادونه دا ستونزه لري.

د نفوسو د زیاتوالي ستونزه:
سره له دې چې الله تعالی د رزق وعده کړې ده او په قران پاک کې فرمایي چې تاسو اولادونه د لوږې له وېرې مه وژنۍ، مګر د فقر اړوند کلاسیک او معاصر اقتصادي نظریات متفاوت دي، څومره چې نفوس لوړېږي، سړي سر عاید ورسره ټیټېږي او برعکس هم.

مالي مدیریت نه شتون:
دلته مالي منابع په درست ډول نه مدیریت کيږي، همدارنګه مالي سرچینې په تخصصي او مسلکي ډول نه لګول کېږي، د فقر له اساسي علتونو څخه د ښه مالي مدیریت نه شتون دی.

د عوایدو غیر عادلانه وېش:
د عوایدو غیر عادلانه وېش لویه ستونزه راولاړولی شي، موږ ګڼ مثالونه لرو چې په تېر کې هم یوه طرف سوپرسکیل معاش اخیستل مګر، بل لوري دومره معاش هم نه درلود چې کم تر کمه ورځنۍ لومړنۍ اړتیاوې مرفوع کړي.

د کرهڼې سکتور کې په غیر تخصصي ډول د ګڼ نفوس بوختیا:
یاد سکتور کې ګڼ تعداد اشخاص بوخت دي، مګر موږ بیا هم د غله جاتو او حبوباتو په برخه کې پر ځان متکي نه یو، ښه ماشینري نه لرو، پټه بېکاري بیخي پرېمانه، په همدې سکتور کې لیدل کېږي.

د پټې بیکارۍ موجودیت:
د وروسته پاتې هیوادونو ډېری وګړي ظاهراً بوخت مګر په حقیقت کې بېکاره دي، ځکه دوی د سړي سر عاید په لوړوالي کې هیڅ بارز رول نه لري.

دود، عنعنات:
عنعات په پرمختیايي هېوادونو کې د زیاتو بېځایه لګښتونو اساسي علت دی او لوږه یې زېږولې ده.

اقتصادي نوسانات او انفلاسیون:
د قیمتونو نوسانات، انفلاسیون د Real income کموالي د فقر زیاته ستونزه زېږولی شي. پیسې په ورته حالت کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او Purchasing power یې بیخې کمزوری کېږي.

د نړۍ سره د اقتصادي تعاملاتو نشتون:
د نړۍ سره د سمو اقتصادي تعاملاتو نه شتون تجارتي بندیزونه زیږوي او دا بندیزونه قیمتي زیږوي او قیمتي لوږه زېږوي.

د ازاد بازار او همدارنګه د مافیایي بازار شتون:
د ډالرو د قاچاق په شمول ډېری بازارونه دلته انحصاري او مافیایي بڼه لري چې ملي اقتصاد نړوي او شخصي /فردي اقتصاد پیاوړی کوي.

زکات ته د توجه نه کول:
یو اهم دیني مسؤلیت دی چې د فقر په ختمولو کې رول لري، مګر په اسلامي هېوادونو کې دې مسئلې ته پاملرنه بیخي کمه شوي ده.

اداري فساد او اختلاس:
فساد هغه څه دي چې د دولتي امکاناتو او صلاحیت څخه شخصي ګټه پورته شي، د دولتي بوديجې د کسر له اساسي علتونو څخه یو علت اختلاس دی، له بده مرغه چې دلته له ډېر پخوا فساد ریښې درلودې او لوږه یې زېږولې وه، هیله لرو چې اوسني نظام کې به دا ستونزه په ټولیز ډول حل شي.

د کرونا وبا له وجې پراخ ګرځبندیز(قرنطین):
له بده مرغه د افغانستان غریب ولس د ټولو ستونزو سره سره د کرونا له بدمرغه ناروغۍ سره مخ شو، چې په پایله کې هټۍ، کارځایونه، هوټلې او حتی ټول کاروبار په ټپه ودرېدل چې د افغانانو اقتصادي وضعیت یې نهایت خراب کړ، کرونا د ټولې نړۍ په اقتصادي وضعیت بده اغېزه کړې وه، مګر د داسې کم عاید لرونکي هېوادونو ولسونه یې نهایت ضعیف کړل، هغه متل دی وايي چې په مېږي شبنم هم توپان وي.

درست مالیاتي او عایداتي سیتسم نه شتون:
له بده مرغه په وروسته پاتې هېوادونو کې عایداتي سیستمونه خراب او د قناعت وړ نه دي، نو پدې اساس دلته هم یاد سیستم لکه څرنګه چې اړین وو نشته او ددې سیستم نشتون دولت غریب کړی او د دولت غربت خودبخود ولسي فقر زېږوي.

د سپما د فرهنګ نه شتون:
افغانان له بده مرغه چې د سپما او سبا اقتصادي ستونزو هیڅ فکر نه لري، څه چې ګټي هغه بېرته مصرفوي، د سپما فکر هغه څه دی چې تولید، پانګونه او د پانګې دوهم ځلي تولید رامنځته کوي او دلته د سپما نه شتون په انفرادي ډول د فقر زیږوونکی دی.

د بېوزلي د اغېزو او حل لارو اړوند ان شا‌‌ءالله په راتلونکې کې بحث لرو.
ستاسو د دعاوو او داسې افغانستان په هیله، چې هر وګړی یې په هېواد دننه اباد او خوندي وي.
درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دقرآنکریم داحکامومطابق زه داټول اقتصادی اوبین المللی مشکلات په ډیرلږوخت کی حلولای سم پدی شرط چه ماته دکابینی دجوړولوموقع راکړه سی اوپه کابینه کی یوملااوطالب نوی راسره اووزیردفاع می تنها ملایعقوب وی.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx