افغانستان

لسګونو طالبانو په زرمت کې د پولیسو پر پوستې برید کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې لسګونو طالبانو د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې برید کړی دی.

د پکتیا ولایت امنیه قومندان زلمی اوریاخیل وايي چې دغه برید د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې سهار شاوخوا ۴ بجې وشو.

اوریا خیل زیاته کړې، چې په برید کې ۹ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتله. د نوموړي په وینا په برید کې یوازې ۳ پولیس ټپيان شوي دي.

د امنیه قومندان په وینا د څو ساعتو وروسته دوی په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ویل کېږي، چې طالبانو په دې برید کې شاوخوا لس عسکرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ترڅنګ ګڼې وسلې هم نېولي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د اختر په ۲مه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د پولیسو، اردو او اربکیانو په پوستو ډلییز برید وکړ. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه برید کې د ۶ پوستو نیول او لسګونو عسکرو وژلو خبر ورکړی و. همدارنګه د کندهار په ژیړۍ او د هلمند په ځینو ولسوالیو کې هم د دې ډلې ډله یېز بریدونه زیات شوي.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د زرمت برید په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x