
لوړو زده کړو وزارت: تر راتلونکو ۱۵ ورځو به دولتي پوهنتونونه پرانستل شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخوا وايي چې په راتلونکو ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې به ټول دولتي پوهنتونونه پیل شي.
ښاغلي دکتور لطف الله خيرخوا نن په کابل کې په يوه علمي کانفرانس کې وويل چې د دولتي پوهنتونونو د پرانستلو لپاره يې بشپړ چمتوالی نيولی دی او تر راتلونکو لس يا پنځلس ورځو پورې به د پوهنتونونو د څلورم کال د درسونو بهير پيل شي او له هغه وروسته به د هغو محصلينو درسونه پيل شي چې سمستر يې د ختمېدو په حال کې وي او په وينا يې چې له هغه وروسته د نويو سمسترونو پیل کېدل وي.
نوموړي د پوهنتونونو د بندېدو لامل، اقتصادي مشکلات، د باثباته چاپيريال نشتون او د اختلاط موضوع ياده کړه چې نارينه او ښځينه محصلانو لپاره د جلا درسي چاپيريال برابرول دي او په وينا يې چې په دې برخه کې لاس په کار دي او چاري يې په نهايي کېدو دي.
ښاغلي خيرخوا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د لغوه کېدو اوازې او ګنګوسې رد کړې او زياته يې کړه چې د هيڅ يو پوهنځي د لغوه کېدو او يا ضم کېدو پلان نشته.
نوموړي د پوهنتونونو په هغو استادانو چې له هیواده وتلي غږ وکړ چې بېرته هيواد ته راستانه شي او د تحصيلي نظام په پرمختګ کې مرسته وکړی.