ورزش

افغان نولس کلنې لوبډلې د نړیوال جام پېل په بریا وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې د پنځوس اوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې نیو پاپوا ګیني لوبډلې ته د توپ اچونکو په مرسته د ۱۳۵ منډو په ستر توپیر ستره ماتې ورکړه.

یاده لوبه د ویسټ انډيز په ډیاکو مارټن سپورټس لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلمشر سلیمان صافي پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

ددوی له لوري ښه پېل وشو، خو له لومړۍ ویکټې غورځېدو وروسته یې پرلپسې دوه نورې ویکټې هم له لاسه ورکړې، یو مهال په ۳۶ منډو لومړۍ ویکټه وغورځېده خو په ۴۰ منډو درې ویکټې غورځېدلې وې.

وروسته د لوبډلمشر سلیمان صافي او اعجاز احمد احمدزي له لوري د ۱۰۵ منډو په زړه پورې ملګرتیا وشوه. افغان نولس کلنو په پای کې یو ځل بیا چټکې ویکټې له لاسه ورکړې او په ۳۹م اور کې په ۲۰۰ منډو جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

ددوی له لوري سلیمان صافي ۶۲، اعجاز احمد ۴۵ او خیبر ولي ۳۰ زیاتې منډې وکړې.

په ځواب کې د افغان ځوانانو توپ اچونکي غوره ثابت شول او د سیال لوبډلې ویکټې یې په پرلپسې توګه وسوځولې، چې په ۲۱ اورونو کې یې په ۶۵ منډو جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د افغان توپ اچونکو له لوري بلال سمیع یوه، نوید ځدران، ننګیالي خروټي او نور احمد ۲-۲ او اظهار الحق نوید درې ویکټې واخیستلې. سلیمان صافي په نیمه سلیزه وهلو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

که څه هم افغان ۱۹ کلنې لوبډلې بریا خپله کړه، خو په توپ وهنه کې بشپړ پنځوس اورونه نه لوبول ممکن افغان لوبډله د سختو لوبډلو پر وړاندې له ستونزو سره مخ کړي.

د توپ اچونې برخه نسبتا توپ اچونې ته یو ځل بیا بریالۍ ثابته شوه، له دې وړاندې په اسیایي جام کې هم د افغان لوبډلې توپ وهونکي ناکام شوي وو.

د یادونې ده چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله به په خپله دوههمه سیالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د زمبابوې نولس کلنې لوبډلې سره مخامخ شي،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x